د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۰

پاکستان دې دا یقیني کړي، چې خاوره یې د تروریستي فعالیتونو لپاره نه کارول کیږي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن په هند کې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن په هند کې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن نن له پاکستان څخه وغوښتل؛ چې باید زیات څه ترسره کړي، څو دا یقیني کړي، چې له خاورې یې د ترورریستي فعالیتونو لپاره کارنه اخیستل کیږي.

د کلنټن څرګندونې د دې ښکارندویي کوي، چې د تروریزم پر وړاندې جګړه کې د دواړو متحدینو اړیکې ترکومه حده کړکیچنې دي.

کلنټن دا غوښتنه په نوي ډیلي کې د هند د بهرنیو چارو له وزیرسره په ګډ خبري کنفرانس کې وکړه.

هند په کراتو کراتو خپل سیال، په اټمي وسلو سمبال ګاونډی تورن کړی، چې په خپله خاوره کې د سخت دریځو وسله والو له ځپلو اوږه خالي کوي.

واشنګټن او نوي ډیلي دواړو پر پاکستان سخت انتقاد کړی، چې پرممبی د ۲۰۰۸ کال د حملو تورن حافظ محمد سعید یې نه دی نیولی.

نوموړی د دې حملو چې په ترڅ کې یې ۱۶۶ کسان وژل شوي، اصلي طراح بلل شوی دی.

هند پر پاکستان ډیرپه غوصه دی، چې په دې حملو کې د حافظ سعید د لاس لرلو په اړه له اسنادو او شواهدو سره سره چې اسلام اباد ته یې ورکړي، تراوسه هغه نه دی نیولی.

واشنګټن د سعید د نیولو لپاره لس میلیون ډالره انعام ټاکلی او له پاکستانه یې بیا بیا غوښتنه کړې چې هغه ونیسي.

کلنټن وویل، موږ د پاکستان د حکومت له لوري زیاتو اقداماتو ته سترګې په لاریو. دا هیواد باید دا یقین حاصل کړي، چې له خاورې یې پرنورو ځایونو او دننه د تروریستي حملو لپاره کارنه اخیستل کیږي، کلنټن زیاته کړه دا یوتریخ حقیقت دی؛ چې تروریستانو په پاکستان کې دننه له دېرش زرو څخه زیات پاکستانیان وژلي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر ″اس ام کریشنا″ وویل، پرکابل وروستۍ حملې یوځل بیا دا مساله روښانوي، چې په ګاونډ کې د تروریستانو د خوندي ځایونو له منځه وړلو ته اړتیا ده او هم دې ته اړتیا ده پاکستان د تروریزم پرضد جدي اقدام وکړي.

اسلام اباد او واشنګټن تیرکال د یولړ مسایلو پرسر راپورته شویو اختلافاتو له یوبل سره لرې کړي، له افغانستانه په پاکستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو حملې او په پاکستان کې د القاعده پرپخواني مشر اسامه بن لادن د امریکایي خاصو ځواکونو عملیات چې په ترڅ کې یې بن لادن ووژل شو؛ د اختلاف دوه مهم ټکي وو.

دې حقیقت ته په پام سره، چې اسامه بن لادن اسلام اباد ته نژدې په پوځي ګارنیزون ایبټ اباد کې ځان پټ کړی و؛ نوي ډیلي ته دا پلمه په لاس ورکړې، چې ووایي، دا مساله ښکاره ثبوت دی، چې اسلام اباد د سخت دریځو د ځپلو په وړاندې اقدامات نه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیری هیلری تیره ورځ د هند د کلکتې له ښاره د لیدو په مهال وویل؛ چې واشنګټن په دې باور دی چې د القاعده اوسنی مشر ایمن الظواهري هم په پاکستان کې پټ دی.

خو د واشنګټن او نوی ډیلي د تورونو په عکس العمل کې؛ د پاکستان د پوځ یو لوړ رتبه قومندان وایي؛ امریکا چې غواړي، په افغانستان کې له سخت دریځو وسله والو سره سوله وکړي، واشنګټن دې له پاکستانه نور د دې تمه نه کوي، چې په خپله خاوره کې د ټولو وسله والو پرضد اقدام وکړي.

د افغانستان پولې ته نژدې په قبایلی سیمو کې د میشتو پاکستاني ځواکونو عمومي قومندان جنرال خالد رباني له اسوشیېټډ پرس اژانس سره په مرکه کې دغه راز واشنګټن تورن کړ؛ چې په افغانستان کې د وسله والو پرضد جګړه کې خپله ناکامي پرپاکستان اچوي.
XS
SM
MD
LG