د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۸

د پاکستان په شمالي وزیرستان کې لا هم وضعیت کړکیچن دی


په شمالي وزیرستان کې د وروستیو ناکراریو په ترڅ کې د دوشنبې په ورځ یوارې بیا د یوشمیر ملکیانو او دولتي سرتیرو د تلفاتو راپورونه ترلاسه شوي.

د تازه معلوماتو له مخې تیره ورځ له سهاره تر ماښامه د دې قبايلي اجنسۍ د مرکز میرانشاه په بیلابیلو سیمو کې د یوې درنې چاودنې او پر ملکي سیمو د درنو توپونو د لګیدو له امله په لسګونو ځايي خلک ټپيان یا ووژل شول.

ځايي دولتي مقامات وايي، په هغه چاودنه کې، چې د وسلو په یوه مارکیټ کې وشوه دوه ماشومان ووژل شول او شاوخوا شل تنه نور ملکیان په کې ټپيان شول.

د امنيتي مسوولینو د معلوماتو له مخې دا چاودنه تیرماښام د میرانشاه په مرکزي بازار کې وشوه.

دولتي مسوولین په مارکیټ کې موجودې وسلې او مهمات د چاودنې لامل ګڼي خو ځايي اوسیدونکي او د پيښې عیني شاهدان بیا ادعا کوي، چې چاودنه په مارکیټ کې د موجودو چاودیدونکیو موادو د چویدو له امله نه بلکې د پوځي هلیکوپترو د بمبارۍ له امله وشوه.

ځايي اوسیدونکي وايي، دشنبې تر پيښې وروسته، چې د سخت دریزو وسله والو په یوه برید کې نهه تنه پوځيان ووژل شول او لس نور يې ټپيان شول پوځ په سیمه کې دخلکو پر تګ راتګ بندیز ولګاوه او ترڅنګ يې ځينې سیمې تر هوايي و ځمکنیو بریدونو لاندې ونیولې.

یوه ځايي خبريال، چې نه يې غوښتل نوم او غږ يې خپور شي له سیمې نه دتلیفون پر لیکه ازادي راډیو ته وویل د دوشنبې په ماښام وروسته تر هغې چې په لنډ مهالې توګه ګرځبندیز پای ته ورسید یوشمیر خلک دغه مارکیټ ته ورغلل چې له وړاندې د هلیکوپترو په برید کې زیانمن شوی و.

نوموړی وايي، د مارکیټ پر دوکاندارانو سربیره ګڼ شمير عام خلک په مارکیټ کې موجود و چې ناڅاپه پرې چاودنه وشوه.

نوموړی وايي په دې چاودنه کې دوه ماشومان ووژل شول، شل تنه ملکیان ټپیان او څه باندې یونیم سل دوکانونو ته زیان ورسید، ډیری دوکانونه له وړاندې په هوايي بمبارۍ کې زیانمن شوي وو.

بلخوا یوه ځايي دولتي مسوول دخپل هویت نه ښکاره کولو په شرط رسنیو ته ویلي، چې د دوشنبې له سهاره تر ماښامه د میرانشاه په بیلابیلو سیمو کې د خلکو پر کورونو د درنو وسلو څو ګولۍ لګیدلي، چې په ترڅ کې يې د ښځو په ګډون پينځه تنه ملکیان وژل شوي او تر لسو ډير ټپيان دي.

د یوبل خبر له مخې په میرانشاه کې د دوو تنو بې تنې سرونه موندل شوي، چې ګومان کیږي د هغو پوځيانو به وي، چې د شنبې په ورځ سخت دریزو وسله والو په یوه جګړه کې برمته کړي وو.
دتیرې شنبې په ورځ میرانشاه بازار ته نژدې سخت دریزو وسله والو پر یوه پوځي کاروان برید وکړ او نهه تنه پوځيان يې ووژل.

هغه مهال د پوځ د عامه اړیکو ددفتر له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د لسو نورو پوځيانو د ټپي کیدو راپور هم ورکړل شوی و.

له دې پيښې وروسته پوځ په شاوخوا سیمو کې په ځوابي عملیاتو لاس پورې کړ، خو تر دې دمه لا د سخت دریزو وسله والو د تلفاتو په باب څه نه دي ویل شوي.

شمالي وزیرستان د افغانستان پولې ته څیرمه هغه قبائلي سیمه ده، چې د لویدیزو هیوادونو او رسنیو د راپورونو له مخې په زرګونو سخت دریزي وسله وال پکې فعال حضور لري او له دې ځایه په افغانستان کې پر کورنیو و بهرنیو ځواکونو بریدونه پلانوي.
XS
SM
MD
LG