د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۶

امریکا په تېرو ۲ کلونو کې شل طالب بندیان خوشې کړي دي


يو امريکايي چارواکی وايي، چې له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د هلوځلو په لړ کې دوی په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د طالبانو نژدې شل مهم غړي خوشي کړي دي.

دغه امريکايي چارواکي، چې د موضوع د حساسيت له کبله نه غوښتل نوم يې واخيستل شي؛ وويل، د طالبانو دا شاوخوا شل قومندانان، چې د پروان په محبس کې ساتل کېدل، خطرناک کسان وو.

د ده په وينا دا کسان عموماً د افغانستان د حکومت په غوښتنه خوشي کړای شوي او ګومان کېده، چې هيڅ يو به يې له طالبانو سره بېرته يوځای او په جګړه کې شامل نه شي.

دغه امريکايي مقام دا هم ويلي، چې د خوشي کړاي شويو طالبانو په اړه دا باور موجود و؛ چې بيا به وسله په لاس کې نه اخلي او که داسي نه وای ناټو به نه وای خوشې کړي.

ويل شوي، چې له هغو کسانو څخه، چې د ګوانټانامو له زندانه خوشې شوي، ځيني يې بېرته د جنګ جبهې ته تللي او بيا يې جګړه پيل کړې ده.

د امريکايي چارواکي په وينا، طالب بنديان هغه مهال خوشې کېږي، چې د هغوي د خلاصون ګټه تر خطر زياته وي.

د طالب بنديان عموماً په هغو سيمو کې چې طالبان په کې زيات فعال دي، د اوربند او پخلاينې لپاره د قومي مشرانو او ايساف د معاملو له مخې خوشې کېږي.

د طالب بنديانو د خوشي کېدو خبر لومړي پلا په کابل کې د امريکا د سفير ریان کراکر له قوله واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خپور کړی و.

په کابل کې د امريکا د سفارت ويندوي پرون د کراکر د څرګندونو په اړه وويل؛ د کراکر هدف هغه پروګرام دی، چې له دوو کلونو راهيسې روان دی او په هغه کې د امريکا د پوځ چارواکي له خپلو افغان سارو سره د ځينو طالب بنديانو د خلاصون پر ګټو سلامشورې کوي؛ هغه کسان چې د پروان په محبس کې بنديان دي او له جګړې لاس اخيستلو او د سولې له پروسې سره يوځاي کېدو ته تيار دي.

د امريکايي چارواکي په وينا، کابو شل بنديان د دې پروګرام پراساس خوشې شوي او د هغوی د خلاصون پرېکړه هغه مهال کېږي؛ چې ډاډ ترلاسه شي، چې دوی به بيا خطر نه پېښوي.
XS
SM
MD
LG