د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۹

د ایراني سفیر د څرګندونو په اړه د افغان حکومت پټه خوله


په کابل کې د ایران د نوي سفیر د څرګندونو په وړاندې چې په کې له ملي شورا څخه له امریکا سره د سټراټیژیک تړون د رد غوښتنه شوې، د افغان حکومت خاموشۍ ژوري اندېښنې را پیدا کړي.

د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو دا سند د مې میاشتې پر لوموړۍ نیټه په کابل کې د افغان او امریکایي مشرانو ترمنځ لاسلیک شو، چې اوس ملي شورا ته لیږل شوې دی.

د سیاسي چارو افغان پوهان د ایران د خبردارې په اړه د افغان چارواکو پر پټه خوله انتقاد کوي او د هغې یو اساسي علت په حکومت کې د ایران نفوذ بولي، محمد یونس فکور ازادۍ راډیو ته وویل:

"د بیلابېلو دلایلو په پایله کې د کرزي د ایران او پاکستان په برابر کې خاموشه پالیسي غوره کړې ده هغه داچې یو خو د ایراني تنظیمونه دده په حکومت کې نفوذ لري."

په کابل کې د ایران نوي سفیر ابوالفضل زهره وند د مشرانو جرګې له رئیس فضل هادي مسلیمیار سره په لیدنه کې ویلي، چې د افغانستان او امریکا ترمنځ سټراټيژیک تړون د ایران د ملي ګټو پر ضد دی او ملي شورا یې باید رد کړي.

د ایران سفیر ویلي که ملي شورا دا تړون لاسلیک کړي، نو ایران به پټه خوله پاته نه شي او له ایرانه به ټول افغان کډوال وباسي.

ډیرې هڅي مو وکړې، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ او یا هم د بهرنیو چارو وزارت غبرګون په دې اړه واخلو، خو د دې دواړو ادارو چارواکو له څه ویلو ډډه وکړه.

تر دې یوه ورځ مخکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي، ایران او نورو هېوادونو ته ډاډ ورکړی وو، چې افغانستان به د هیچا پر ضد استعمال نه شي:

“موږ تل د ایران په ګډون ټولو ګاونډیو او د سیمي هېوادونو ته ډاډ ورکړی، چې د افغانستان له خاورې به د دوي پر ضد کار وانه خیستل شي.

خو د ګاونډیو او د سیمي د هېوادونو څخه هم زموږ همدغه ډول غوښتنه ده، چې هغوي هم له خپلې خاورې څخه اجازه ورنه کړي، چې زموږ د خلکو او دولت د امنیت او سوکالۍ پر ضد ورڅخه استفاده وکړي.”


د سیمه ایزو چارو نور پوهان بیا د ایران د سفیر څرګندونې د نړېوالو کنوانسیونونو له مخې د افغانستان په چارو کې ښکاره لاسوهنه بولي.

د سیمیزو مطالعاتو د مرکز مشر غفور لېوال ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه تړون په هېواد کې د ایران د لاسوهنو مخنیوی کوي:

"تر هغه بریده چې یو ګاونډي ته عملي ګواښ نه وي مخامخ هیڅ هېواد حق نه لري د یوه بل هېواد د ستراتیژیکو اړیکو په هکله پریکړه وکړي او یا هغه هېواد ته تهدید وکړي."

د ځینو کتونکو په وینا ایران د افغانستان او امریکا ترمنځ د سټراټیژیک تړون د نه تصویب لپاره له پخوا څخه هڅې پیل کړي او په ملي شورا کې یې په دې اړه د منفي ذهنیت د رامنځته کولو کار پیل کړی دی.

د سیاسي چارو څېړونکې د افغانستان د ملي شورا غړو ته سپارښتنه کوي، چي د ګاونډیو هیوادونو د هدفونو قرباني نه سي او د دوی د لاسوهنو په اړه جدي غبرګون وښيي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG