د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۷

ستراتیژیک سند د تصویب لپاره ولسي جرګې ته استول شوې


سره له دې، چې لا معلومه نه ده، چې ولسي جرګه به د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د موافقتنامې په اړه څه وخت بحث پیل کړي، خو د دې جرګې اداری پلاوی وایي، چې پردې سند به له څو اړخه بحثونه وشي.

د دې جرګې لومړي منشي عبدالستار خواصي د دوشنبې په ورځ د ملي شورا په انګړ کې ازادۍ راډیو ته وویل، چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو موافقتنامه ډیره مهمه ده او باید چې په اړه یې جدي بحثونه وشي ترڅو د ده په خبره راتلونکي نسل ته په دې اړه د منفي قضاوت ځای پاتی نشي.

ښاغلي خواصي څرګنده کړه، چې د ولسي جرګې غړي ټول په دې باور دي چې د دې سند په اړه باید له سیاسي پلوه سربیره له علمي او مذهبي اړخه هم تاوده بحثونه وشي:

"کوم سند چې له امریکا سره ستراتیژیک سند ولسمشر کرزي لاسلیک کړی دی ولسي جرګې ته راغلی دی ولسي جرګه به په دې دقیق غور کوي او دده به دیني او ملي اړخ څیړي."

د افغانستان او امریکا ترمنځ د اوږد مهاله ستراتیژیکو همکاریو موافقتنامه تیره اونۍ د ولسمشر کرزي او ولسمشر اوباما له خوا په کابل کې لاسلیک شوه، په دې سند کې سیاسي، امنیتي، اقتصادي، ټولنیز او داسې نور مهم مسایل شامل دي.

د ولسي جرګې غړو له مخکې نه ټینګار کاوه چې دا سند باید د شیکاګو له کنفرانس څخه مخکې دوي ته د بحث او تصویب لپاره ولیږل شي، د دې سند د ځینو برخو یا مادو د تعدیل په اړه د ملي شورا ځینې غړي نظرونه لري، خو دا د دواړو هېوادونو ترمنځ موافقتنامه ده چې باید یا ټوله رد او یاهم تصویب شي.

د ولسي جرګې غړې شکریه بارکزۍ د افغانستان موجوده شرایطو ته په پام دا ستراتیژیک سند د دې هېواد په ګټه بولي او ډاډ ښیي چې د ملي شورا دواړه جرګې به یې تصویب کړي:

"ستراتیژیک سند ولسي جرګې ته رارسیدلی او ډیر ژر به رایه اچولو ته کیښودل شي او ګومان لرم چې دا سند به د افغانانو د خیر لپاره تصویبیږي."

د کابل او واشنګټن ترمنځ دا ستراتیژیکه موافقتنامه اته فصله لري او د لسو کلونو لپاره ده، خو دواړه هېوادونه دا حق لري چې د لغو کېدو او تمدید غوښتنه یې وکړي.

ولسمشر کرزي او نورو افغان چارواکو څو ځلې ویلي، چې دا ستراتیژیک سند له هره پلوه د دې هېواد د پیاوړتیا لپاره مهم دی خو ټینګار یې کړی چې زیان یې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو ته نه رسیږي او د افغانستان خپلواکي او ملي حاکمیت ته هم په کې په بشپړه توګه درناوی شوې.
XS
SM
MD
LG