د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۱

پوتین: لوړه کوم چې د خپل ولس د حقوقو درناوی به کوم


ویلادیمیر پوتین نن د روسیې د ولسمشر په توګه د لوړې مراسم ترسره کړل، دا په روسیه کې د ښاغلي پوتین د جمهوري ریاست، دریمه دوره ده.

دی له ۲۰۰۰ تر ۲۰۰۸ کال پورې د روسیې ولسمشر پاتې شوی دی او په وروستیو څلورو کلونو کې یې د دې هېواد د صدراعظم په توګه کار کړی دی.

د ولسمشر په توګه د ویلادیمیر پوتین د لوړې مراسم نن په کریملین کې ترسره شول.

دې مراسمو ته، د روسیې د اساسي قانون د محکمې او د سترې محکمې، د پارلمان د غړو او نورو لوړ رتبه ادارو د استازو په ګډون، دری زره کسان ورغلي وو.

پوتین د ټولو په مخکې د خدمت لوړه وکړه:

"زه قسم کوم چې د روسیې فدراسیون د مشر په توګه، د خپل مسولیت د ترسره کولو په وخت کې به د خپل ولس د حقوقو او ازادي درناوی او ساتنه کوم .

د روسیې فدراسیون د اساسي قانون څارنه او ساتنه به کوم. د روسیې فدراسیون د امنیت، حیثیت، خپلواکۍ، حاکمیت ساتنه او خلکو به ته ریښتینی خدمت کوم.)


د روسیې مخکني ولسمشر دیمیتري میدفیدیف، نن له خپلو خلکو مننه وکړه او ویلادیمیر پوتین ته یې د ولسمشر په توګه د کار د پیل مبارکې ورکړه. د ده په وینا، ولسمشر ویلادیمیر پوتین هغه څوک دی، چې د اکثریت روسانو ملاتړ لري.

ویلادیمیر پوتین د لوړې تر مراسمو وروسته په لنډه وینا کې، ژمنه وکړه چې په روسیه کې به دیموکراسي ټينګه کړي،ده زیاته کړه:

"زه به د میلیونونو روسانو د باور ټینګ ساتلو لپاره له خپل ټول قدرت څخه کار واخلم .

خپلو خلکو او خپلې پلرنۍ خاورې ته خدمت کول ماته د ژوند مفهوم لري."


ویلادیمیر پوتین زیاته کړه، چې روسیه د ملي ودې یوې نوې مرحلې ته داخله شوې ده او ډير مهم کلونه ورته په مخکې دي.

په کریملن کې د ویلادیمیر پوتین د لوړې له مراسمو سره په یوه وخت پولیسو نن لږ تر لږه اتیا تنه اعتراض کونکې نیولي دي.

په نیول شوېو کې د اپوزیسیون یو مشر بوریس نیمسوف هم شامل دی.

د اپوزیسیون پلویانو نن هم د مسکو د زاړه ښار په دوو برخو کې اعتراضي مظاهرې وکړې، دوي د ( پوتین باید زنداني شي) شعارونه ورکول.

پرون هم په روسیه کې لږ تر لږه شل زره کسانو د ویلادیمیر پوتین، د بیا واک ته رسیدو په اعتراض کې مظاهرې وکړې.

پولیسو تر څلورسوه زیات اعتراض کونکې ونیول، چې په هغوي کې د مخالفینو درې تنه مشران سرګې ادالتسوف، الکسي ناوالني او بوریس نیمسوف شامل وو.

دوي په توقیف کې تر یوې شپې تیرولو او جریمې ورکولو وروسته خوشې شول.

بوریس نیمسوف نن سهار خبریالانو ته وویل، چې پوتین به روسیه ، د بیلاروس د دیکتاتور ولسمشر الکساندر لوکاشینکا په لاره روانه کړي.
XS
SM
MD
LG