د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۷

جکوبسن: د وسله والو د نویو خوځښتونو پر وړاندې بشپړ چمتووالی لرو


د ایساف ځواکونو ویاند جنرال کارسټین جکوبسن.
د ایساف ځواکونو ویاند جنرال کارسټین جکوبسن.
ایساف ځواکونه وایي، چې په افغانستان کې یې د وسله والو مخالفینو د نویو خوځښتونو پر وړاندې بشپړ چمتوالی نیولی دی.

د ایساف ځواکونو ویاند د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د دوی ځواکونه به په ټول قوت سره د وسله والو مخالفینو د احتمالي بریدونو مخنیوی وکړي.


ایساف ځواکونه وایي، که څه هم د وسله والو مخالفینو د فعالیتونو د زیاتوالي نخښې نه ښکاري؛ خو ایساف دا احتمال هم رد نه کړ، چې ممکن په را تلونکي کې د مخالفینو حملې زیاتې شي.

د ایساف ځواکونو ویاند ″کارسټين جګوبسن″ د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ چې ایساف ځواکونو د وسله والو مخالفینو د احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره ځانګړي پروګرامونه نیولي دي.

نوموړی همدا راز وایي، چې وسله والو مخالفینو له افغان او ایساف ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی.

جګوبسن ټينګار کوي، چې ایساف ځواکونه د مخالفینو د هر ډول خوځښتونو پر وړاندې د مبارزې لپاره چمتو دی.

″موږ په دې پوهیږو، چې د کوکنارو د حاصلاتو له اخیستو وروسته چې د مخالفینو د تمویل اصلي سرچېنه ده، د دوی فعالیتونه ممکن زیات شي.

نو موږ د دې پر وړاندې بشپړه چمتوالي لرو او مخکې له مخکې مو خپل فعالیتونه په بشپړه توګه زیات کړي دي.″


ایساف ځواکونه داسې مهال د مخالفینو د حملو د شنډولو لپاره د خپلو هڅو یادونه کوي، چې د افغانستان د ملي امنیت ریاست ویلي، چې مخالفین هڅه کوي، د هوا په ګرمېدو سره د خپلو خوځښتو تګلاره نوې کړي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست د مطبوعاتو د دفتر مسوول شفیق الله طاهري د یکشنې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ چې مخالفین په دې کار سره غواړي، د رسنیو پام ځان ته را واړوي.

″وسله واله تروریستي ډلو په هېواد کې له موسمي بدلون څخه په ګټه اخیستلو، په دې هڅه کې دي، چې خپل ترهګریز فعالیتونه ګړندي کړي، وسله والو مخالفینو دا ځل د خپل ترورستي کړنو سره خپل تبلیغات هم زیات کړي دي، تر څو وکولای شي، چې یوه وړه پېښه د رسنیو پر مټ ډېره غټه او باارزښته وښيي.″

وسله وال مخالفین هرکال د هوا په ګرمیدو سره د افغان او نړیوالو ځواکونو پر ضد خپل فعالیتونه ګړندي کوي.

په دې وروستیو کې طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي؛ چې د الفاروق په نوم یې نوي عملیات پیل کړي دي.

وسله والو طالبانو ویلي، چې په دې عملیاتو کې به د افغان او بهرنیو ځواکونو سربیره لوړ پوړي افغان چارواکي هم په نخښه کړي.

له بلې خوا د امریکا ولسمشر بارک اوباما په یوه ټلویزیونې بیانیه کې خپلو خلکو ته په خطاب کې ویلي؛ چې په افغانستان کې د جګړې مسیر د امریکا په ګټه تمام شوی دی.

راپور: ذکیه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG