د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۲۶

فرانسوا هولانډ د فرانسې نوی ولسمشر اعلان شو


په فرانسه کې د سوسیالست مشر فرانسوا هالند اعلان وکړ، چې ده د فرانسې د جمهوري ریاست په دوهم دور کې نیکولاس سارکوزي ته ماتې ورکړه او انتخابات یي ګتلي دي.

هغه خپلو پلویانو ته وویل، چې دی به خپل ټول وخت هېواد ته خدمت کولو ته وقف کړي او د ټولو فرانسویانو ولسمشر به وي.

سوسیالیست مشر فرانسوا هالند اعلان وکړ، چې د فرانسې د ولسمشري انتخابات یي ګټلي دی:

"فرانسویانو د می په شپږمه بدلون غوره کړ او زه یي د دې جمهوریت ولسمشر وټاکلم."

هالنډ د فرانسې په مرکزي ښار ټولې کې د خپلو پلویانو یوی لوی ډلی ته وویل، دی ویاړي چې دا توان یي درلود چې له فرانسویانو سره په بیرته هیله من کېدو کې مرسته وکړي. هغه همدا راز د یووالي غوښتنه وکړه او ویي ویل، چې دی به د ټولو ولسمشر وي:

"زه به د هغه ویاړ چې ماته راکړل شوې او د هغې دندې په اساس چې په مخکې یي لرم اقدام وکړم.

زه ستاستو په مخکې ژمنه کوم، چې خپل ټول وخت به د هېواد په خدمت کې تیر کړم او په تیره بیا هغه څه به وکړم چې دغه څوکۍ یي غوښتنه کوي."


د لومړنیو رایو شمېرنه ښیي چې هالند په سلو کې شاوخوا ۵۲ او سارکوزي په سلو کې ۴۸ رایي ګټلې دي.

هالند به له فرانسوا میتران وروسته چې له ۱۹۸۱ تر۱۹۹۵ کال پوری یی د فرانسی د جمهورریس په توګه دنده ترسره کړی، لومړنی کېڼ اړخی مشر وی چې د دی هیواد ولسمشر غوره کېږی.

سارکوزی د رایي ورکولو د مرکزونو له تړل کېدو شیبه وروسته خپله ماتې ومنله او په پاریس کې یي خپلو پلویانو ته یي وویل، چې ده هالند ته تیلفون وکړ او هغه ته یی مبارکي ورکړه؛

"ما څو شیبې مخکې فرانسوا هالند ته ټیلفون وکړ، هغه ته د دغو چلنجونو په منځ کې د ښه چانس هیله کوم.

دا به ستونزمن کاروي خو زه هغه ته د زړه له کومې هیله کوم چې فرانسه، زموږ هېواد به چې موږ ټول سره یوځای کوي له دغو ټولو ستونزو ووځي."


سارکوزي دغه راز وویل، چې دی د خپلې ماتې مسولیت په غاړه اخلي، هغه وویل، د فرانسې په سیاست کې به یو بل رول ولوبوي خو هغه راپورونه یي تایید نه کړل چې ګواکې دی غواړي له سیاسته لاس واخلي.

په فرانسه کې چې بې کاري په وروستیو دولسو کلونو کې تر ټولو لوړې سطحې یانې په سلو کې لسو ته پورته شوې، دا ویره موجوده وه چې د انتخاباتو کمپاین به تر ډیره د بې کاري، مهاجرت او د فرانسې د اقتصاد د راتلونکې تر اغیز لاندې وي.

د هالند بریالیتوب به په دی اړه چې په څه ډول د اروپایي اتحاديي د پورونو ستوزه هواره شي، بدلون ته لاره هواره کړې.

دی د زیاتو دولتي اقتصادي هڅونو او د دولتي لګښتونو د زیاتوالي غوښتونکې دی، دا په داسی حال کې ده چې په بازار کې په دی اړه اندیښنه موجوده ده چې فرانسی ته پکارده چې د زیاتو پورونو مخنیوي وکړي.
XS
SM
MD
LG