د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

کلنټن له هنده غواړي چې له ایران څخه دې د تېلو واردات کم کړي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیره په هند کې ده او تمه ده، چې د دغه هیواد له مشرانو وغواړي چې له ایران څخه خپل د تیلو واردات کم کړي.

یوه لوړ رتبه امریکايي چارواکي ویلي، میرمن کلنټن به د دې ترڅنګ د هند په اقتصادي سیسټم کې د لا نورو اصلاحاتو غوښتنه هم وکړي.

له میرمن کلنټن سره هند ته په دې سفر کې د امریکا یوه لوړ رتبه مقام ویلي؛ که څه هم چې نوې ډیلې د خپل چټګ پرمختګ لپاره زیاتې انرژۍ ته اړتیا لري، خو دې هیواد له ایران څخه د تیلو خپل واردات کم کړي دي.

دغه امریکايي چارواکي، چې د خپل نوم له اخستو يې ډډه کړې، اسوشیېټډ پرېس اژانس ته ویلي، دا یو ښه بهیر دی خو واشنګټن له هند غواړي؛ چې په دې برخه کې لا نور ګامونه واخلي.

د هغه په وینا هند د دې لپاره، چې د ایران پر تیلو خپله اتکا کمه کړي، په دې وروستیو کې له سعودي عربستان څخه د تیلو واردات زیات کړي.

نوي ډیلي ته د هېلري کلنټن سفر په داسې وخت کې ترسره کیږي، چې بل لورته د ایران یو لوړ رتبه هیات به نزدې ورځو کې نوي ډیلي ته لاړ شي او دغلته به له هندي مقاماتو سره د سوداګرۍ پر مسوولو خبرې وکړي.

اسوشیېټډ پرېس وايي، هند خپلې د تیلو کمپنۍ هڅوي چې له ایران څخه د خامو تیلو واردات بند کړي، څو هند د هغو هیوادونو په ډله کې شامل وي، چې د ایران د تیلو د صنعت د ځپلو په هدف پر تهران د راتلونکو بندیزونو په لست کې شامل دي.

ټاکل شوې، چې دا بندیزونه په راتلونکی جون میاشت کې د متحده ایالاتو له خوا اعلان شي.

خو که چېرته واشنګټن په راروانه جون میاشت کې دې نتیجې ته ورسیږي، چې هند له ایران څخه د تیلو خپل واردات په کافي اندازه نه دي کم کړي نو ښايي نوې ډیلي د متحده ایالاتو له بندیزونو سره مخامخ شي.

جاپان او یو شمېر اروپايي هیوادونو لا دمخه له ایران څخه د تیلو خپل واردات په هغه اندازه کم کړي، چې واشنګټن يې غوښتنه کوي.

خو امریکايي مقامات وايي، د هند پارلمان له ایران څخه د تیلو د وارداتو د کمولو په اړه د متحده ایالاتو ایالاتو د غوښتنې په وړاندې مقاومت ښيي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیره به چې د یکشنبې په ورځ د هند ستر ښار کلکتې ته ورسیده سبا نوي ډیلي ته لاړه شي او له هندي مقاماتو به وغواړي؛ چې په اقتصادي برخه کې اصلاحاتو دوام ورکړي.

هېلري کلنټن به دغه راز له هند څخه وغواړي، چې په دې هیواد کې پر بهرنیو پانګوالو قیودات ختم کړي.
XS
SM
MD
LG