د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۷

یوشمېر حکومتي ادارې د اداري فساد پر ضد د مبارزې په وړاندې خنډ جوړوي


د لویې څارنوالۍ مرستیال رحمت الله نظري
د لویې څارنوالۍ مرستیال رحمت الله نظري
که څه هم افغان حکومت له اداري فساد سره د مبارزې لپاره بیلابیلې ادارې ګمارلي دي، خو له بلې خوا د ځینو چارواکو په وینا خپله ځینې حکومتي ادارې ددې مبارزې په مخ کې خنډونه رامنځ ته کوي.

د لویې څارنوالۍ مرستیال رحمت الله نظري دا یوه لویه ستونزه بولي چې ځینې حکومتي ادارې د نوموړي په وینا د قانون پرځای په اداري فساد تورن خپل مسئول او یا کارکوونکي څخه دفاع کوي.

نوموړي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې ځینې ادارې په اداري فساد په تورنو کسانو د قانون د تطبیق د مخنیوي هڅې کوي:

″هغه څوک چې موږ د اداري فساد په جرم باندې نیسو، مربوطه وزارت، چې هغه کارمند په هغې پورې منسوب دی، هغه وزارت د دوی په دفاع کې راپورته کیږي، حتی تر دې حده پورې وايي، چې زموږ د کارمند د ابرو د حفظ لپاره، په دې حال کې چې هغه جرم کړی، پیسې یې خوړلي دي، د هغه ابرو څه ده؟ یعنې له مجرم نه دفاع کوي او د قانون ماته غواړي.″

ښاغلي نظري له تورنو کسانو څخه د ځینو حکومتي چارواکو او ادارو دفاع یوه لویه ستونزه وبلله؛ چې په وینا یې د تیرو څو کلونو راهیسې دوام لري.

خو نوموړي وویل، چې لویه څارنوالۍ دا رنګه فشارونو ته غاړه نه ږدي او هڅه کوي چې په اداري فساد کې ښکیل کسان وپیژني او قانون پرې تطبیق کړي.

ښاغلي نظري په دې برخه کې د اداري فساد د یوې دوسیې په اړه د مالیې وزارت د ځینو مسوولینو نیونې ته اشاره وکړه او ویې، د مالیې وزارت له لویې څارنوالۍ څخه د دغو کسانو د بیرته پریښودولو غوښتنه کړې ده.

کله مو چې د نوموړي د څرګندونو په اړه د مالیې وزارت سلاکار نجیب منلی وپوښته هغه پرې له تبصرې کولو ډډه وکړه.

یو شمیر افغان کارپوهان وايي، حکومتي ادارې په هغه صورت کې د خپلو تورنو کارکونکو نه دفاع کوي؛ چې په هغې کې ګمارنې د شخصي اړیکو پر اساس شوي وي.

یوه افغان کارپوه حاجي سید داود په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

″له جمهوري ریاست نه پیلیږي، بالاخره تر ولسوالۍ پورې، دوی د خپلې برخې په حساب یو شمېر کسان مقرروي، په دې ګمارنو کې دوی مسلکي مسایل او د تعهد او وطن دوستۍ مسایل په پام کې نه نیسي، نو کله چې یوه ډله په اداري فساد تورنه کیږي، بله ډله له هغې دفاع کوي.

تر څو چې دا مساله د افغانستان د دولت په جوړښت کې موجوده وي؛ د خلکو د باور وړ نه ګرځي، نو تر څو چې دغه خلک وي، ستونزمنه ده، چې په افغانستان کې د فساد، مخدره موادو او ناامنۍ مسالې سمې شي.″

د افغانستان لویه څارنوالۍ په داسې حال کې د ځینو وزارتونو له خوا د اداري فساد پر ضد مبارزې کې د خنډونو خبره کوي؛ چې افغان حکومت د اداري فساد له امله د نړیوالو او عامو خلکو له شدیدو انتقادونو سره مخ دی.

د راپورونو له مخې د افغانستان د حکومت د کابینې ځینې پخواني او اوسني وزیران هم د اداري فساد دوسیې لري؛ خو حکومت تراوسه پورې د کوم یوه د محاکمې لپاره اقدام نه دی کړی.
XS
SM
MD
LG