د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۳

سیمه ییزې همکارۍ د افغانستان د ثبات لپاره اړینې دي


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی
په کابل کې د ملګرو ملتونو مامورین د مسوولیتونو د انتقال بهیر او له هغې وروسته د افغانستان لپاره سیمه ییزه همکاري خورا ضروري بولي او وایي، چې دا به په هیواد کې د ثبات په ټینګښت کې مهم رول ولوبوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی یانکوبش د یکشنبی په ورځ په کابل کې وویل، چې ملګري ملتونه په دې برخه کې د افغان حکومت د هلوځلو ملاتړ کوي.

ښاغلي کوبش دا هم وویل، چې دوی هڅه کوي، خپل فعالیتونه د افغان دولت له لومړیتوبونو او غوښتنو سره سم پرمخ یوسي.

″مونږ خوښ یو، چې دلته د افغانستان د لومړیتوبونو او اهدافو د ترلاسه کولو ملاتړ وکړو. د کابل په غونډه کې، چې د وزیرانو په سطحه جوړه شوې وه، یو ځلې بیا په دې ټینګار وشو، چې د افغانستان د ثبات، پرمختګ او سوکالۍ سیمه ییزه همکاري تر کومه حده اړینه ده.

موږ د یو ان او یوناما په توګه خپل رول لرو او هغه تنظیم کوو. دا مساله د توکیو د کنفرانس لپاره هم مهمه ده او په دې ناسته کې به یوه لارښود ستراتیژۍ رامنځ ته شي، چې په څه ډول سره نړیواله ټولنه د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي.″


ښاغلي کوبش په داسې حال کې د افغانستان لپاره په سیمه ییزې همکارۍ ټینګار کوي، چې ښاغلي کوبش پدې پوسټ له ټاکل کیدو وروسته د سیمه ایز همکارۍ د جلب لپاره ایران او پاکستان ته سفر وکړ.

د ښاغلي کوبش د دې سفر اساسي هدف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د روانو هڅو لپاره د اسلام اباد او تهران د ملاتړ ترلاسه کول وو.

ښاغلي کوبش دا څرګندونې په کابل کې د ملګرو ملتونو د مامورینو او افغان چارواکو په یوه غونډه کې وکړې، چې هدف یې د دوی ترمنځ د روانو هڅو همغږي کول وو.

له بل لوري د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمي رسول هم په سیمه ییزو همکاریو ټینګار وکړ، خو په دې برخه کې یې د ملګرو ملتونو رول مهم وباله.

″په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان په تیرو لسو کلونو کې ګټور رول لوبولی دی او په دې هېواد کې یې د ښې همکاري په پراختیا کې ډېر کار کړي.

خو لاهم په دې برخه کې چې ځینې ستونزې موجودې دي، چې دا سازمان څنګه وکولاي شي، په افغانستان کې یوه ښه همکاري جوړه کړي.″


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د چارو د سیمون او همغږي کولو لپاره دا ځلې په داسې حال کې کیږي، چې تر دې مخکې د دې سازمان په رول ځینې انتقادونه موجود وو.

د ملګرو ملتونو په فعالیتونو دا انتقادونه وروسته له هغې زیات شول، چې د دې سازمان ځینې مامورین په تیرو انتخاباتو او د افغان حکومت په چارو کې په لاس وهنې تورن شول او له افغان مشرانو سره یی اړیکې زیانمنې شوې.

راپور: ذکیه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG