د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۳

د درې اړخیزې ګډي کمېټې د جوړولو په اړه پرمختګونه شوي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د سولې له بهیر سره د طالبانو د یو ځای کیدو لپاره د افغانستان، پاکستان او امریکا د درې اړخیزې ګډې کمېټې د جوړولو په اړه پرمختګونه شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت دا خبرې داسې وخت کوي، چې د راپورنو له مخې د وسله والو طالبانو یو شمېر هغه مشران چې غوښتل یې له افغان حکومت سره خبري وکړي، په پاکستان کي په مرموز ډول وژل سوي دي.

که څه هم په پاکستان کې د ځینو طالب مشرانو او قومندانانو مرموزې وژنې د سولې د بهیر په اړه پراخې اندیښنې راپورته کړي دي؛ خو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د سولې له بهیر سره د یو ځای کیدونکو طالبانو د خوندي کولو لپاره د درې اړخیزې کمېټې جوړل به دغه ستونزي تر ډیره حل کړي.

د دې درې اړخیزي کمېټې په اړه په اسلام اباد کي د افغانستان، پاکستان او امریکا ترمنځ په درې اړخیزه غونډه کي موافقه وشوه.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي د یکشنبې په ورځ په کابل کي خبریالانو ته وویل، چې د دې کمېټې د جوړولو په اړه پرمختګونه شوي دي.

″هغه طالب مشران، هغه طالب قومندانان او هغه طالب چارواکي چې د غواړي د افغانستان د سولې له پروسې سره یوځای شي او د افغانستان له حکومت سره مستقیم مذاکرات ترسره کړي، دا تهدید یا دا وېره احساس نه کړي، چې زه وژل کیږم یا زه بندي کېږم او یا زما کورنۍ له کوم تهدید سره مخ شي. د دې کمېټې د جوړېدو اساسي هدف هم د همدا ډول پېښو مخنیوی و.

موږ هیله مند یو، چې په نږدې راتلونکي کې له دواړو هېوادونو یعنې له پاکستان او امریکا سره د دې کمېټې په جوړولو کې عملي پرمختګ وکړو.″

دا درې اړخیزه کمیټه داسې وخت جوړیږي، چې د راپورونو له مخې په پاکستان کې د وسله والو طالبانو هغه مشران او قومندانان چې غوښتل یې له افغان حکومت سره د سولې خبرې وکړي، په مرموز ډول وژل شوي دي.

په راپورنو کي ویل شوي، چې په وژل سوو طالب مشرانو کې استاد یاسر، ملا اسماعیل، ملا شهید خیل او نورو مشرانو نومونه راغلي دي.

که څه هم جانان موسی زي د دغو طالب مشرانو د وژنې په اړه کومه تبصره ونه کړه، خو تر ده مخکې، د ملي امنیت رییس د دغو کسانو وژل کېدل منلي وه او په خبره یې چې د سولې د خبرو د زیانمنولو لپاره دغه طالب مشران وژل شوي دي.

له بل لوري په قطر کې د طالبانو او امریکا تر منځ خبري لا هم په ټپه ولاړې دي، طالبانو په دغو خبرو کې امریکا ته دا شرط ایښی و، چې زنداني مشران دې یې ور ازاد کړي، خو امریکا په دې اړه څه نه وه ویلي.

خو د بهرنیو چارو وزارت له ګونتانامو څخه د افغان زندانیانو ازادول د سولې د خبرو لپاره مهم بولي.

جانان موسی زي د افغان حکومت دریځ داسې څرګند کړ.

“موږ په ګونټانامو کي د هغو ټولو افغانانو چې بنديان دي، د خلاصولو غوښتونکي یو، هغوی باید ژر افغانستان ته را انتقال شي.

په دې دلیل، موږ له ګونټانامو څخه د ټولو افغان بندیانو ازادول غواړو، چې زموږ په باور هغوی کولای شي د افغانستان د سولې پر بهیر ښه اغیز کولای شي.”

افغان حکومت له تیرو څو کلونو راهیسې له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو هڅې کوي، تر اوسه یې څرګنده نتیجه نه ده ورکړې.

د سیاسي چارو پوهان وايي، تر هغو چې پاکستان د افغانستان د سولې په خبرو کې همکاري ونه کړي، د سولې خبرې نتیجه نه شي ورکولای.

د دوی په خبره، چې د پاکستان حکومت او د دې هیواد د استخباراتو اداره ISI د طالبانو پر مشرانو فشار راولي، چې د سولې خبرو ته زړه ښه نه کړي.

کارپوهان وايي، افغان حکومت باید په دې اړه د امنیت شورا څخه وغواړي، چې پر پاکستان د افغانستان د سولې په خاطر فشار راولي.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG