د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۷

د سپټمبر د ۱۱ نېټې پر بریدونو تورن کسان پوځي محکمې ته وړاندې کیږي


په تیرو دریو کلونو کې د اول وار لپاره به، د سپټمبر د یولسمې تروریستي حملې اصلي طراح اوله هغه سره په همکارۍ تورن، څلور تنه د خلکو په وړاندې څرګند شي.

دا دوهم وار دی چې امریکايي چارواکي د دې کسانو پر وړاندې داسې قانوني مبارزه کوي، چې حتی د هغوی په اعدام هم تمامیدلای شي.

″خالد شیخ محمد″ او د هغه څلورملګري به نن ماښام، د ګوانتنامو په یوه پوځي محکمه کې د قاضي پر وړاندې ودریږي. پر دوی، د سپټبمر د تروریستي حملې په ترځ کې د لږترلږه ۲۹۷۶ وژل شويو کسانو د قتل تور دی.

د دې کسانو د محاکمې تر لومړۍ ناکامې هڅې وروسته ″خالد شیخ محمد″ د محکمې پر څرنګوالي ملنډې ووهلې. محمد ویلي وو، چې دی او ملګري به يې تور قبول کړي او د اعدام هرکلی به وکړي.

خو داسې نښانې شته چې لږترلږه د یو شمېر مدافع ګروپونه د اوږدې مبارزې لپاره ځانونه تیاروي.

د دوی له منځه د یوه تورن علي عبدالعزیزعلي مدافع وکیل، ″جیمز کونیل″ خبریالانو ته وویل، چې دا ترتیبات د داسې محاکمې د پيل لپاره نیول کیږي، چې د بشپړېدو جریان یې ښايي کلونه وخت ونیسي.

مدافع وکیل جیمز کونیل وویل: چې داسې هیڅ دوسیه نشته، چې دا ټوله مساله په شپږو میاشتو کې حل کړي.

د ده په وینا، د پوځي محاکمې جریان او بیا د استیناف، پروسه کلونه وخت نیولای شي.

د پوځي محکمې د اصولو له مخې، ترهر څه مخکې قاضي اتهامنامه لولي، تر څو دا ډاډ ترلاسه کړي چې متهمین په خپلو حقونو پوهیږي او په دې جریان کې، مدافع وکیل د استیناف لپاره مداخله نه شي کولای.

د دې کسانو وکیلانو ویلي دي، چې د مسالې د محرمیت او د پوځي محکمې د اصولو له مخې، د خپلو موکلینو د نیت په اړه خبرې نه شي کولای.

د یمني تورن، ″رمزي بن الشیبه″ ملکي وکیل، جیم هرینګتون ویلي دي، چې دی فکر نه کوي، چې هیڅ یو متهم به پرخپلو مخکنیو څرګندونو ودریږي او جرم به قبول کړي.

″رمزي بن الشیبه″ یو وخت د خپلې محاکمې په جریان کې ویلي وو، چې دی د سپټمبر د یولسمې د حملې په ترسره کولو فخر کوي.

د دوی د محاکمې په پخوانیو دورونو کې، د سپټمبر د یولسمې د تروریستي حملې د قربانیانو د کورنیو غړي د لاټري له مخې انتخاب شول او بیا د محاکمې په جریان کې د برخې اخیستلو لپاره ګوانتنامو ته ولیږدول شول.

ډيرو خلکو له دې خوښي څرګندوله، چې د سپټمبر د یولسمې د تروریستي حملې د تورنوپه محاکمه کې چې ډيره وځنډیده، موجود وو.

کلیف رسل، له دې کسانو دی.

د ده ورور ″سټيفن″ د اطفايې مامور و او په نیویارک کې د سوداګرۍ په نړیوال مرکز تر حملې وروسته ووژل شو.

کلیف هیله څرګنده کړې ده، چې دا محاکمه به د تورنو کسانو لپاره د مرګ سزا وټاکي. ده ویلي: ″زه د یوه بل انسان د ژوند د پای اخیستلو نه خوشحالیږم، خو فکر وکړﺉ، چې دې کسانو څورمه له کرکې ډک پلان جوړ کړی و، له دې ډیر بد احساس کوم.″

د نیویارک د بروکلین اوسیدونکې، ″سوزان″ چې خاوند یې د سپټمبر په یولسمه په تروریستي حمله کې ووژل شو؛ وايي، چې د دې لپاره دا هم کفایت کوې چې تورن کسان ازاد نه دي.

پاکستاني، ″خالد شیخ محمد″ چې په کویټ کې لوی شوی او بیا یې په متحدو ایالاتو کې زده کړې کړې دي؛ مخکې پوځي چارواکو ته ویلي وو، چې د سپټمبر د حملې ټول پلان ده جوړ کړی و.

خالد شیخ محمد ویلي وو، چې د وال سټریټ ژورنال خبریال، دانیل پیرل هم ده وژلی وو او دېرش نورې دسیسې یې هم پلان کړې وې.

له ده سره یمنی رمزي بن الشیبه، بل یمنی ولید بن عطش، له سعودي عربستان څخه مصطفی احمد الحواصي او پاکستانی علی عبدالعزیز علي یوځای محاکمه کیږي.
XS
SM
MD
LG