د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۶

په کراچي بندر کې د افغان ښوونځیو ٤ مليونه کتابونه بند پاتې دي


د پوهنې وزارت ویاند امان الله ایمان.
د پوهنې وزارت ویاند امان الله ایمان.
د افغانستان د پوهنې وزارت وایي چې په هیواد کې د ښوونځیو د هغو کتابونو د انتقال په برخه کې د شتو ستونزو په هوارلو کې پاتې راغلي، چې د کراچۍ په بندر کې بند پاتې دي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې د پوهنې وزارت شاوخوا څلورمیلونه کتابونه د کراچۍ په بندر کې بند دي.

د پوهنې وزارت د کراچۍ له بندر څخه د افغان ښوونځیو د کتابونو د لیږد په برخه کې د پرتو ستونزو په هوارولو کې موجوده هڅې کافي نه بولي او وایي، که دا ستونزه حل نشي، نو دوی به یې د ډیپلوماټیکو لارو د حل هڅه وکړي.

د ورکړل شویو رپوټونو له مخې دا مهال د افغانستان د پوهنې وزارت شاخوا څلور میلونه کتابونه د کراچۍ په بندر کې د نامعلومو دلایلو له امله بند دي او افغانستان ته یې د انتقال اجازه نه ورکول کیږي.

د پوهنې وزارت ویاند امان الله ایمان د شنبې په ورځ آزادۍ راډیو سره په مرکه کې د دې مسالې د حل لپاره د خپلو هڅو په هکله وویل.

″زموږ څلور میلیونه کتابه چې افغانستان ته ورود په حالت کې وو، د پاکستاني مقاماتو له خوا درول شوي او تر ننه پورې افغانستان ته د ورورد اجازه نه ده ورکړل شوې، چې نږدې څلور میاشتې یې پوره کیږي.

متاسفانه څو څو ځله مو له طرفینو سره خبرې کړي دي، چې دغه موضوع حل کړي، په دې اساس که چېرې نه کیږي مو به له ډیپلوماټیکو افغاني مراجعو نه دا موضوع تعقیبوو، ترڅو ژر ترژره دا موضوع حل شي.″


د پوهنې وزارت د پاکستان په حکومت غږ وکړ، چې دوی په خپله د ماشومانو د حقونو د کنوانسیون غړيتوب لري؛ نو ځکه باید دغه کتابونه هم چې د افغان ماشومانو دي ژر تر ژره پریږدي چې افغانستان ته انتقال شي.

د افغان ښوونځیو کتابونه په داسې حال کې له څلورو میاشتو راهیسې د پاکستان د کراچۍ په بندر کې بند دي، چې په هیواد کې د ښوونځیو د پیلیدو شاوخوا دوه میاشتې تیریږي او لا هم ډیر شمیر ښوونځي د کتابونو له نه شتون سره مخامخ دي.

ډیر شمېر زده کوونکي اړ دي، چې له بازاره کتابونه راونیسي، ترڅو د زده کړې پروګرامونه تعقیب کړي.

له بل لوري د چارو یو شمېر کارپوهان د دې ستونزې د له منځه وړلو لپاره د افغان حکومت هڅې ناکامې بولي او وایي، چې باید د دې ستونزې د حل لپاره له نړیوال کنوانسیون نه مرسته وغوښتل شي.

″له دولت مرغه دغه دولت ډېر بې کفایته دولت دی، جدي اقدامات نه شي کولای، د افغانستان حکومت د قاطع تصمیم کفایت نه لري، چې د چا پر وړاندې یې وکړي.

دولت باید جدي اقدام وکړي، د یونسکو له لارې د بین المللي له لارې له پاکستان سره وغږیږي او ورته ووايي، چې دا له معارف دښمني ده، چې تاسو زموږ کتابونه ګرځولي.″


دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان د افغانانو د ټرانزیټ په وړاندې داسې ستونزې پیدا کوي، بلکې د رپوټونو له مخې پاکستان تردې مخکې هم د افغان سوداګرو په زرګونه موټر په بیلابیلو بندرونو کې درولي او افغانستان ته د راتلو اجازه یې نه ده ورکړې.

دوی دغه موټر په داسې حال کې دروي او بندوي چې شاوخوا دوه کاله مخکې د دواړو لوریو تر منځ د ټرانزیټ په برخه کې یو نوې تړون لاسلیک شو.

د پاکستان حکومت ژمنه وکړه، چې د دې تړون له مخې به نور افغان سوداګرو ته د ټرانزیټ په برخه کې لازمې اسانیتاوې، چې په دې تړون کې ذکر دي برابروي، خو وروستیو ستونزو ته په کتو سره داسې ښکاري چې پاکستان غواړي دا مساله هم له سیاست سره وتړي.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG