د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۲۹

بلجیم له افغانستان سره د ستراتیژیک مشارکت د سند لاسلیکول غواړي


له ښي- د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول اود بلجیم د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیرډیډیر ریاندرس.
له ښي- د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول اود بلجیم د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیرډیډیر ریاندرس.
د بلجیم د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر وايي، چې هیواد یې له افغانستان سره د ستراتیژیک مشارکت د سند لاسلیک کولو ته چمتو دی.

ډیډیر ریاندرس په کابل کې خبریالانو ته وویل چې هیواد به یې له دوه زرو څوارلسم کال نه وروسته هم له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د بلجیم د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر ونه ویل؛ چې هیواد یې له افغانستان سره د ستراتیژیک مشارکت سند کله لاسلیکوي.

ډیډیر ریاندرس چې په کابل کې یې له خپل افغان سیال ډاکتر زلمي رسول سره په ګډ خبري کنفرانس کې وینا کوله، له افغانستان سره د بلجیم د ستراتیژیک مشارکت رامنځ ته کیدو ته اشاره وکړه او ویې ویل، هیواد یې په دې اړه لیوالتیا لري.

نوموړي همداراز وویل، چې هیواد به یې له ۲۰۱۴ کال نه وروسته هم له افغانستان سره همکاریو ته دوام ورکړي.

″په افغانستان کې د عملیاتو د پیل راهیسې د بلجیم او افغانستان ترمنځ اوږدمهالې همکارۍ موجودې دي او موږ چمتو یو چې له دې هیواد سره خپلو مرستو ته دوام ورکړو، تر څو د انتقال پروسه پر مخ ولاړه شي، د افغان ځواکونو نه یوازې پوځ بلکې د پولیسو ظرفیتونه پرمختګ وکړي او رهبري پرغاړه واخلي.

د انتقال د پروسې ترپایه به موږ په افغانستان کې پاتې شو. موږ خوښ یو چې د دې ظرفیت ګورو چې له افغانستان سره د مشارکت نوی قرارداد لاسلیک کړو.″

د راپونو له مخې د بلجیم د صدراعظم د مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر سره د دې هیواد د دفاع وزیر هم کابل ته سفر کړی دی.

ویل کیږي چې دوی دواړه له ۲۰۱۴ کال نه وروسته له افغانستان سره د مرستو پر څرنګوالي د خبرو لپاره کابل ته رسیدلي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمي رسول له خپل بلجیمي سیال سره په ګډ خبري کنفرانس کې هیله وښودله چې بلجیم به له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي:

″بلجیم په تیرو لسو کلونو کې له افغانستان سره ډیرې مرستې کړي دي، هیله من یو چې دغه هیواد له ۲۰۱۴ کال نه وروسته هم په اقتصادي او تعلیمي برخو کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي، همداراز له دې هیواد څخه غواړو چې افغان محصلینو ته د تحصیلي برسونو زمینه هم برابره کړي.″

د بلجیم چارواکي په داسې حال کې له افغانستان سره د ستراتیژیک مشارکت د سند رامنځ ته کیدو خبره کوي، چې په تیرو څو میاشتو کې افغانستان د امریکا په شمول له څو هیوادونو سره دارنګه سندونه لاسلیک کړل.

افغان چارواکو ویلي، چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې له اسټرالیا او جرمني سره هم د اوږدمهالو همکاریو موافقه لیکونه هم لاسلیک شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې بلجیم په تیرو لسو کلونو کې هر کال له افغانستان سره ۱۷ ملیونه ډالره مرسته کړې ده.

دغه هیواد د ناټو په چوکاټ کې له پنځو سوو نه ډیر عسکر هم لري؛ چې اکثره یې په کندهار او کندز ولایتونو کې میشته دي.
XS
SM
MD
LG