د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۷

″د سترې محکمې د عالي شورا غړي او لوی څارنوال دې جرګې ته معرفي شي″


د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي.
د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي.
ولسي جرګې د شنبې په ورځ په خپله عمومي غونډه کې د ځینو نورو مسایلو ترڅنګ یو ځلې بیا له حکومته وغوښتل، چې د سترې محکمې غړي او لوی څارنوال دې د باور رای د ترلاسه کولو لپاره دې جرګې ته وروپیژني.

د جرګې ځینو غړو انتقاد کاوه، چې د سترې محکمې غړي او لوی څارنوال، چې کاري موده یې لا پخوا پوره شوې او دوی ترې د باور رایه هم بیرته اخستې، خو لا هم په خپلو دندو دي.

ولسي جرګې په داسې حال کې، چې د موجوده نظام د قانونمند کولو لپاره د سترې محکمې د غړو او لوی څارنوال له خوا له دې جرګې نه د باور رای اخستل ضروري وبلل، په دې یی هم ټینګار وکړ، چې په هیواد کې د سرپرستۍ دود باید پای ته ورسول شي.

دې جرګې د شنبې په ورځ په خپله غونډه کې په دې مسالې سخت انتقادونه وکړل، چې د سترې محکمې غړي او لوی څارنوال، د کاري مودې له بشپړیدو او د دوی له خوا یې د باور رای د بېرته اخستلو سره سره لا هم په خپلو دندو دي.

د جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي په دې اړه له بحثونو وروسته وویل، چې دوی څو څو وارې له ولسمشر نه غوښتي، چې د سرپرستانو دا دود دې پای ته ورسوي.

″ولسي جرګه له جلالتماب ولسمشر نه غواړي، چې ژر تر ژره دې د قانون له مخې او د ولس ارادې ته دې د درناوي له مخې، چې استازي یې دلته ناست دي یو ځلې بیا غوښتنه کوي، چې د سترې محکمې محترم غړي او لوی څارنوال صاحب دې راوپیژني، څو د باور رایه ترلاسه کړي او نظام قانونمند شي.″

د ولسي جرګې له خوا دا غوښتنه په داسې حال کې شوې، چې د ولسي جرګې په تیرو انتخاباتو کې د درغلیو پر سر له رامنځ ته شوي ټکر وروسته دې جرګې د سترې محکمې موجوده غړي او موجوده لوی څارنوال صلب صلاحیت کړل.

خو د دوی له پریکړې سره سره حکومت نه د سترې محکمې غړي او نه هم لوی څارنوال نه یوازې دا، چې له خپلو دندو ګوښه نه کړل، بلکې د دوی د کاري مودې له بشپړیدو وروسته هم د سرپرستانو په توګه یې په خپل ځای پریښودل.

دغه حالت ته په پام سره د دې جرګې ځینو نورو غړو بیا په دې ټینګار کاوه، چې د دې مسالې د حل لپاره دې باید په حکومت فشار راوستلی شي.

″د لوی څارنوالۍ او د سترې محکمې په اړه ټول وکیلان خبر دي، سره له دې، چې کاري موده یې پوره شوې او صلب اعتماد شوي، خو بیا یې هم په وړاندې کوم اقدام ندې شوې. د سترې محکمې او لوی څارنوالۍ په اړه باید رئیس صاحب لږ څه تاکید وشي او فشار راوستلې شي، څو دا خبره عملي شي.″

دا، چې افغان حکومت به کله دغه کسان د باور رای د ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته وروپیژني اوس یې په اړه څه نه دي ویل شوي.

له بل لوري دا هم معلومه نده، چې افغان حکومت به ولسي جرګې ته نوي کسان ورمعرفي کړي او که همدغه موجوده کسان به د باور رای د ترلاسه کولو لپاره وروپیژني؟

خو که له ولسي جرګې سره د سترې محکمې د موجوده غړو او لوی څارنوال ټکر ته وکتلې شي، نو اکثره کتونکي په دې باور دي، که حکومت دوی د باور رای د ترلاسه کولو لپاره وروپیژني، نو د باور رای ترلاسه کول به ورته ستونزمنه وي.

راپور: حمید مهمند
XS
SM
MD
LG