د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۸

ترکمنستان به د ګازو د پلورلو توافقنامه لاسليک کړي


د ترکمسنتان ولسمشر قربان علي بيردي محمدوف وايي، افغانستان به د ګاز د ترانزيت له پروژې څخه د کاله شاوخوا يو ميليارد ډالر لاسته راوړي.

ټاکل شوې چې د ترکمنستان د ګازو پايپ لاين به د افغانستان له لاري هند او پاکستان ته وغځول شي.

د ترکمنستان دوو چارواکو چې له مطبوعاتو سره يې د خبرو کولو اجازه نه درلوده او د خپلو نومونو له ښودلو يې ډډه وکړه، اسوسيتيد پریس خبري اژانس ته وويل، انتظارکېږي، د روانې ميلادي مياشتي په پای کې د انرژي په کانفرانس کې چې، په ترکمنستان کې جوړيږي، د افغانستان له لارې هند او پاکستان ته د ترکمنستان د طبیعي ګاز د پلورلو قرارداد لاسليک شي.

تر اوسه د دغه قرارداد لاسليکول د ګازو د بيي او د ترانزيت پر قيمت د اختلافاتو له امله ځنډيدلي و.

ويل کېږي، چې د ګازو دغه پايپ لاين چې ترکمستان، افغانستان، پاکستان او هند سره نښله وي، د قراراد لپاره به يې يوه کاري پلان جوړ شي.

د ګازو دغه پايپ لاين به د ترکمنستان په جنوب کې د دولت اباد له زيرمو څخه پيليږي او ۱۶۰۰ کېلومتره اوږدوالي به ولري.

د دې پروژې په اړه خبرې دوام لري.

په دې اړه د افغانستان د معادن د وزارت وياند جواد عمر ازادۍ راډيو ته وويل:

د ۲۰۱۲ کال څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې به د ګاز د پايپ لاين د پروژې په اړه تخنيکې معلومات بشپړ شي او د ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۱۶ م کال پورې به د ګازو دغه پروژه تطبيق شي.

د ۲۰۱۶ م کال پورې به له يادو هېوادونو څخه د ګاز انتقال پيل شي، خو په دې اړه افغانستان ډير دقيق معلومات نه لري او د پروژې د بېلابېلو برخو په اړه مزاکرې دوام لري.”


د ترکمنستان د ملي ګازو يوه کمپنۍ وايي، د دې ګاز يوه برخه به د يولتان له زخيرې څخه چې د افغاستان سرحد ته نيژدې پرته ده، استخراج شي. د اندازې له مخې په نوموړي زخيره کې ۲.۱۲ تړيلون مترمکعب ګاز شته.

اټکل کېږي، د دغه پايب لاين څخه چې د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته غځول کېږي د کال ۳۳ مليارد مترمکعب ګاز انتقال شي.

د امريکا متحده ايلات د ګازو د دغه پايپ لاين څخه ملاتړ کوي، له دې پروژې څخه به افغانستان ته ډيره مالي ګټه ورسيږي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي وايي، د ګازو د پايپ لاين د پروژې له برکته به ۵۰ زرو افغانانو ته د کار زمينه برابره شي، په دې اړه د افغانستان د معادن وزارت وياند ازادۍ راډيو ته وويل:

د دې پروژې په جوړولو کې به افغانانو ته کارونه پيدا شي او له بلې خوا موږ به هم له دغه پايپ لاين څخه يو مقدار ګاز رانيسو او يو شمېر افغانان، په تيره بيا هغه کسان به ګټه تري واخلي چې د ګازو پايپ لاين ته نژدې اوسي.

افغانستان به د ګازو له پايپ لاين څخه د ترانزيت پيسې هم اخلې.”

ځيني کارپوهان د ګازو د پايپ لاين د پروژې د امنيت په اړه انديښمن دي، البته د امريکا متحده ايالات د دغه پايپ لاين ملاتړ کوي.
XS
SM
MD
LG