د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۸

د پاکستان په باجوړکې ځانمرګي ۲۰تنه ووژل


په باجوړ کې په انتحاري حمله کې ۲۰ تنه وژل شوي دي او تر څلویښت زیات زخمیان دي.

په سیمه کې د ازادۍ راډيو خبریالان د چارواکو په حواله وايي، چې انتحاري حمله نن سهار د باجوړ ایجنسۍ په مرکز خار، په يوه بازار کې شوې ده.

د سیمې یوه اوسیدونکي ازادۍ راډیو ته وویل، چې حمله په داسې وخت کې وشوه، چې د ملیشه ځواکونو یوه ډله له سیمې تیریده.

په سیمه کې تر نامعلومو وخت پورې په ګرځيدو بندیز اعلان شوی دی.

په سیمه کې د پاکستاني طالبانو یوه ویاند، احسان الله احسان د حملې مسولیت اخیستی دی.
XS
SM
MD
LG