د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

ولسمشر کرزی: وسلوال دې د ښوونځیو په تړلو د هېواد بچیان نه زیانمنوي


ولسمشر حامد کرزي خلکو ته په خپلې یوې راډیويي وینا کې د ښوونځیو د تړلو په اړه چې په تیرو څو کلونو کې یوه لویه ستونزه پاتې شوې، وسلوالو مخالفینو ته څرګند پیغامونه درلودل.

هغه په غزني کې د یو شمېر ښوونځیو په تړل کیدو اندیښنه وښودله او ویې ویل دا کار د وسلوالو طالبانو ځینو ډلو کړی دی.

ښاغلي کرزي طالبانو ته په خطاب کې وویل، چې د ښوونځیو د بندولو زیان نه امریکا او نه هم کوم بل بهرني ته رسیږي بلکې یوازې او یوازې د هېواد بچیانو ته رسیږي.

جمهور رئیس یو ځلي بیا طالبانو ته د وروڼو په خطاب کولو سره له هغوي وغوښتل چې د ښوونځيو له تړلو لاس واخلي:

"زه دلته د طالبانو په مشرانو غږ کوم، چې وروڼو، وروڼو د مکاتبو او مدارسو له تړلو لاس واخلئ او پریږدی چې د هېواد بچیان مو تعلیم وکړي.

که ښه ورته ځیر شئ دا ستاسو خپل اولاد دی چې له تعلیمه یې محروموئ. د افغانستان هر بچی زموږ د ټولو بچي دي او پر موږ ټولو حق لري، یعنې د دې خاورې په هر سړي، په هر بالغ، په هر پوه ، په هر مشر، په هر ملا، په هر عالم او په هر سپین ږيري حق لري چې تعلیم وکړي."


ښاغلي کرزي وویل، د ښوونځیو تړل کومه توره او زړورتیا نه غواړي، بلکې زړورتیا هغه ده چې د هېواد په بچو تعلیم وشي.

نوموړي له قومي مشرانو او مخورو وغوښتل، چې ښوونځیو ته د ګواښونو مخه ونیسي.

د پوهنې وزارت چارواکي وايي، چې یو شمېر وسلوالو ډلو د ناقانونه موټرسایکلونو په ګرځیدو د بندیز په غبرګون کې شاوخوا پنځه ویشت ښوونځي له ګواښ سره مخ کړي و.

د دوي په وینا د ثور له لومړیو نه د غزني په مرکز، ده یک او ناوې ولسوالیو کې ددې ښوونځیو زده کوونکو او ښوونکو ته ویل شوي و، چې ښووونځیو ته دې نه ځي.

خو د پوهنې وزارت ویاند امان الله ایمان د جمعې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه ګواښ اوس په بشپړه توګه له منځه تللی او زده کوونکي ښوونځیو ته ځي:

"الله الحمد د ولس په مسقیمه مرسته او مداخله باندې، موږ وکولای شوای چې دغه ستونزه تر ډیره دوام ونه کړي.

د دوي عکس العمل ډیر شدید و او زموږ سره په کلکه د معارف په ملاتړ کې ودریدل او بالاخره پرون هغه وروستۍ ورځ وه چې ما معلومات واخیستل چې زموږ دغه تهدید په بشپړه توګه رفع شوی دی او زموږ د مکاتبو وضعیت عادي حالت ته ګرځیدلی دی، هغه ښوونځي چې له ګواښ سره مخ و اوس بیرته په عادي توګه خپلې چارې پرمخ بیایي."


ایمان زیاته کړه، هغو ډلو چې په غزني کې یې ښوونځیو ته ګواښ کړی و، له بهره د استخباراتي کړیو له خوا ورته همدا لارښوونه شوې وه، خو نوموي دغه بهرنۍ استخباراتي کړۍ په ګوته نه کړې.

په تیرو څو کلونو کې د وسلوالو مخالفینو او ناامنیو له امله د ښوونځیو تړل یوه لویه ستونزه پاتې شوې چې د یو شمېر ولایتونو په زرګونو ماشومان یې له تعلیمه پاتې کړي.

د پوهنې وزارت وايي، که څه هم د خلکو په مرسته یې په ځینو ولایتونو کې یو شمېر ښوونځي بیرته پرانیستي دي، خو لا هم په ټول هېواد کې ۵۵۰ ښوونځي تړلي پاتې دي، چې تر ټولو لوی علت یې همدا ناامنۍ دي.
XS
SM
MD
LG