د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۹

طالبان غواړي، چې د ویرې اچونې له لارې د خلکو پرمخ د معلوماتو دروازې وتړي


ملامحمد عمر چې ځانته د اميرالمؤ مينين او د اسلام د خدمتګار خطاب کوي، د ۱۹۹۴ ميلادي کال راپه دې خوا د افغان طالبانو د ډيرو ډلو مشري کوي.

نن سبا ملا عمر په پاکستان کې هم ډير پلويان لري او په دغه هېواد کې د طالبانو د حاکمي شورا چې د رهبري شورا په نامه ياديږي مشري هم کوي.

دغه شورا په ۲۰۰۳ میلادي کال منځته راغله او د لسو طالبانو څخه جوړه شوې ده، د دې شورا تر مشرتوب لاندې څلور سيمه ئيزي شوراګاني او لس کميټي فعاليت کوي.

د تحريک طالبان پاکستان اوسني مشر حکېم الله ميحسود هم ملا عمر ته وفاداره دي.

طالبان چې د افغانستان په ډيرو سيمو کې فعاله دي، په دغو سيمو کې د ژورناليستانو په تښتوونو او نورو تروريستي فعاليتونو کې لاس لري. دوي د ځانوژني عمليات پرمخ بيايي او په ډيرو ځايونو کې د مځکې لاندې ماينونه ښخوي چې، زیاتره بېګناه خلګ په کې وژل کېږي.

طالبان د دهشت اچوني له لارې په دې توانيدلي دي چې، خلک تر خپل کنټرول لاندې راولي او د افغانستان په جنوبي، شرقي او د پاکستان په لويديځو سيمو کې د خلکو پر مخ د معلوماتو دروازې وتړي.

که څه هم طالبانو دوه فرانسوي ژورنالستان چې په ۲۰۱۱ میلادي کال د جون په مياشت کې برمته کړي وو، تر اتلسو مياشتو حبس وروسته خوشې کړل، خو دا ډله د يوه زيات شمير ملکي کسانو او ژورنالستانو په وژنې تورنه ده.

د ۲۰۱۱ میلادي کال د نوامبر په مياشت کې يو ځوان افغان ژورناليست چې جعفروفا نوميده، د طالبانو د يوې بمي چاودنې په نتيجه کې ووژل شو.

همدا شان د انګلستان د سنډې ميرړ ورځپانې يو خبريال روپرټ همر او د کاناډا د کال ګيري هرالډ ورځپاڼې خبرياله ميشل لنګ د طالبانو له خوا په ورته چاودنو کې ووژل شوه.

طالبان د ورځي په روښنايي او د سلګونو کسانو په حضور کې ژورناليستان وژني.

د تحريک طالبان پاکستان غړيو په ۲۰۱۲ میلادي کال کې د جنورۍ مياشتي پر ۱۷ نيټه د ډيوې راډيو يو خبريال مکرم خان عاطف د خيبر پښتونخوا په جومات کې د لمونځ کولو پر مهال وواژه.

سره له دې چې د دې جنايتکارو ډلو ترمنځ د نظر اختلافات شته او سرحدونه دوي يو له بله جلا کوي، خو دوي په خپله مبارزه کې چې د دين په نامه يې پر مخ بيايي سره يو دي او دا مبارزه زياتره د مطبوعاتو د ازادۍ او معلوماتو د لاسرسي پر ضد ده.

د ژورناليستان لپاره د دې ډلو موجوديت يو دايمي تهديد دی، هغه سيمي چې د دې ډلو ترکنټرول لاندې دي، هلته د ترور خطر دي او هغه ژورناليستان چې په دې سيمو کې ژوند کوي مجبورېږي چې د خپل ژوند د ساتنې په خاطر په خپله خپل راپورنه سانسور کړي.

د بې سرحدو ژورناليسانو په راپور کې ويل کېږي چې، په هرو ۵ ورځو کې يو ژورناليست خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دغه سازمان په نړۍ کې د ازادو مطبوعاتو د ورځې په مناسبت ټولې هغه حملې چې، د معلوماتو پر ورکوونکو يعني خبريالانو باندې کېږي په کلکه غندي.

د بې سرحدو ژورناليستان سازمان زياتوي، چې د ۲۰۱۲ میلادي کال له پيل راهيسي، ۲۱ ژورناليستان او ۶ ولسي ژورناليستان وژل شوي دي.

د وژلو شوېو ژورناليستانو زيات شمير د سوماليا او سوريې د جګړو په ډګرونو کې وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG