د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۱۷

راشدي: ځیني چارواکي د رسنیو د ازادۍ له پرمختګ نه ویره لري


مرستیال دین محمد مبارز راشدي
مرستیال دین محمد مبارز راشدي
د افغانستان د اطلاعات او کلتور وزارت د هغو حکومتي چارواکو نومونه یاد نه کړل، چې د دوي په وینا د رسنیو د ازادۍ له پرمختګ نه ویره لري او د رسنیو پرمختګ د خپل قدرت په زیان بولي.

د دې وزارت د خپرونو مرستیال دین محمد مبارز راشدي د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې دا مهال ځيني داسې کسان شته چې د رسنیو د ازادۍ پرمختګ په هېواد کې د ګډوډۍ او د قانون د له منځه تلو لامل ګڼي:

"کله چې ځیني خلک د رسنیو او د بیان د ازادۍ پرمختګ ویني نو د خطر احساس کوي، نه یواځې هغه خلک چې د دې هېواد بد خواه دي ان هغه کسان چې د دې هېواد لپاره کار کوي هم داسې فکر کوي چې که ازادي ډیره شي نو ښایي زموږ هېواد، قانون او نظم ته تاوان ورسوي، د قانون او قدرت بنسټ ضعیف کړي او یا هم حکومت ضعیف کړي خو په داسې حال کې چې کیسه په بشپړه توګه سرچپه او د هغې په خلاف ده چې ویل کیږي."

ښاغلي راشدي دغه خبرې په هغه غونډه کې وکړې، چې د پنجشنبې په ورځ د رسنیو د ازادۍ د نړېوالې ورځې د لمانځلو په هدف په کابل کې جوړه شوې وه.

په افغانستان کې د مې له دریمې یا د رسنیو د ازادۍ نړېواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کیږي، چې د خبریالانو له حقونو نه د ملاتړ د ځینو ادارو په وینا لا هم د خبریالانو په وړاندې د حکومت او مخالفو ډلو له خوا تاوتریخوالی کیږي.

په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ یا نۍ ادارې مشر صدیق الله توحیدي هم د دې ورځې د لمانځلو په هدف په جوړه شوې غونډه کې وویل، چې افغانستان د خبریالانو لپاره له خطره ډک هېواد دی.

ښاغلي توحیدي د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي د ډیریدو او ستونزو په هکله داسې وویل:

"د سرک د غاړې له ترافیک نه نیولې تر لوړ پوړو چارواکو له خبریالانو سره مناسب چلند نه کوي، دا مهال د خبریالانو په وړاندې ۷۷ د تاوتریخوالي پیښې د ازادو رسنیو د ملاتړ یا نۍ په اداره کې ثبت دي، چې اته څلویښت خبریالانو سره پرته له وژنې او ټپي کیدو د افغان دولت له خوا تاوتریخوالی شوی، اتو تنو سره د وسله والو طالبانو، څلور تنو سره د نړېوالو ځواکو له خوا، لسو کسانو سره د عادي خلکو او اوه خبریالانو سره هم د ناپیژانده کسانو له خوا تاوتریخوالی شوي."

د ازادو رسنیو د ملاتړ یا نۍ ادارې د معلوماتو له مخې د ۲۰۱۱ کال د مې میاشتې راهیسې له ۷۷ خبریالانو سره تاوتریخوالی شوی.

د دې ادارې په وینا په دې تاوتریخوالیو کې د خبریالانو وژل، ټپي کیدل، توقیفول، وهل ټکول شامل وو.

همدا راز دغې ادارې د خبریالانو د میراث په نوم یو صندوق هم پرانیست.

په دې صندوق کې د نۍ ادارې له خوا د ټولو رسنیو له کارکوونکو پیسې را ټولېږي او هغو خبریالانو ته ورکول کیږي، چې پخپل مسلک کې د کار پر مهال مړه شوي او یا وژل شوي وي.

په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ ورځ په داسې حال کې لمانځل کیږي چې دا مهال خبریالان د کاري مسوونیت د نه شتون، د مالي ملاتړ نه شتون او رښتیني معلوماتو ته د نه لاس رسۍ له ستونزو سره مخامخ دي.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG