د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۷

احمدزی: تر اوسه د جنګي مجرمینو د پیژندلو لپاره عملي اقدام نه دی شوی


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ساحوي ریس شمس الله احمدزی
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ساحوي ریس شمس الله احمدزی
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د انتقالي عدالت نه پلي کول په هېواد کې د سولې او عدالت د ټینګښت په وړاندې یو اساسي خنډ بولي.

د دغه کمیسیون ساحوي ریس شمس الله احمدزی ازادۍ راډیو ته وویل ، دوي په جنګي جرمونو د تورنو کسانو سرغړونې او جرمونه په مستندو راپورونو کې راټول کړي، خو وایي چې د خپریدو لپاره یې زمینه نه ده برابره.

ښاغلی احمدزی وایي، افغان حکومت ژمنه کړې وه چې په جنګي جرمونو تورن کسان به عدلي او قضایي ارګانونو ته سپاري، خو تر اوسه یې په دې برخه کې عملي ګام نه دی پورته کړی:

"دولت ژمنه کړې چې هغه کسان چې په جنګي جرمونو تورن دي، دولت د هغه کلیدي او اساسي پوستو نه دوي لیرې کړي، ولې دولت خپله ژمنه نه ده عملي کړې."

ښاغلی احمدزی وایي، د انتقالي عدالت معنی دا نه ده چې په جنګي جرمونو تورن کسان دې باید هرو مرو محاکمه شي، بلکې زیاتوي چې د دغو تورنو کسانو بخښنه غوښتل هم د جنګ جګړو د قربانیانو خپلوانو ته کافي دي.

په همدې حال کې د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکي هم په دې نظر دي چې پخوانیو جګړه مارانو هېواد له ډیرو بد بختیو او ناخوالو سره مخ کړې.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي، څو کاله وړاندې د هېواد په ملي شورا کې د عمومي بخښنې په نامه یو قانون تصویب شو، چې دغه قانون په جنګي جرمونو د تورنو کسانو د محاکمې په وړاندې خنډونه جوړ کړل.

غوښتل مو د بشري حقونو کمیسیون د دې غوښتنې په وړاندې د افغان حکومت غبرګون هم را واخلو خو د جمهوري ریاست مطبوعاتي مسولین خبروته حاضر نه شول.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون له ډیره وخته په جنګي جرمونو د تورنو کسانو مستند راپورونه جوړ کړي.

ټاکل شوې وه، چې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون دغه راپورونه څه موده مخکې خپاره کړي خو تراوسه د نامعلوم علت له مخې نه دي خپاره شوي.

کتونکي په دې باور دي چې د هیواد روان امنیتي حالات دې ته نه دې تیار چې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د جګړه مارانو مستند جرمونو خپاره کړي.

راپور: اسدالله لودین کابل
XS
SM
MD
LG