د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

"له امریکا سره مو د طالب بندیانو د خوشې کولو په اړه خبرې روانې دي"


د سولې عالي شورا د بندیانو د کمیټې مسول مولوي ارسلا رحماني
د سولې عالي شورا د بندیانو د کمیټې مسول مولوي ارسلا رحماني
د افغانستان د سولې عالي شورا هڅه کوي چې له امریکایي زندانونو څخه د یو شمېر طالب بندیانو په خوشې کولو د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې مستقیمو خبرو اترو ته زمینه برابره کړي.

د سولې عالي شورا د بندیانو د کمیټې مسول مولوي ارسلا رحماني ازادۍ راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، چې په دې برخه کې د دوي او امریکایي چارواکو ترمنځ له یوه کال راهیسې خبرې رواني دي.

ښاغلي رحماني وایي، دوي له امریکایي چارواکو څخه د هغو طالب بندیانو د خوشې کولو غوښتنه کوي چې سولې ته لیواله وي او جرمي دوسیه ونه لري:

"موږ د هغه خلکو د خلاصیدو په کوښښ کې یو چې د غلطو راپورو په وسیله نیول شوي وي او د هغه کسانو په خلاصیدو کې هم کوښښ کوي چې ډاډه شو چې دوي د سولې لپاره کار کوي"

مولوي رحماني وایي، دوي له ګوانتانامو سربیره له ځینو نورو امریکایي زندانونو څخه هم د طالب بندیانو د خوشې کولو هلې ځلې کوي.

له ګوانتانامو او ځینو نورو زندانونو څخه د طالب بندیانو خوشې کیدل نه یوازې د سولې عالي شورا غوښتنه ده، بلکه له افغان حکومت سره د سولې د خبرو لپاره طالبانو هم د خپلو یو شمېر بندیانو په خوشې کیدو ټینګار کړی دی.

د طالب بندیانو د خوشې کولو وړاندیز د افغانستان د وروستې دودیزې لویی جرګې یوه اساسي سپارښتنه وه.

د سولې عالي شورا د بندیانو د کمیټې مسول مولوي ارسلا رحماني وایي ، دوي له امریکایي چارواکو غواړي چې له ګوانتانامو زندان څخه د طالبانو ځینې کلیدي کسان لکه مولوي خیرالله خیرخوا، ملا فضل احمد اخوند، عبدالحق وثیق، مولوي محمد نبي عبدالمالک ،محمد رحیم ،کمین او ځینې نور مهم مشران خوشې کړي.

خو راپورونه وایي، چې امریکا د دغو طالب بندیانو د خوشې کیدو په برخه کې ځینې اندیښنې لري.

د سولې عالي شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار هم د طالب بندیانو د خوشې کیدو په برخه کې د امریکا اندیښنې تاییدوي او وایي، امریکا ویره لري چې دغه کسان به له خوشې کیدو وروسته له خپلو پخوانیو جنګي ډلو سره یوځای شي:

"له امریکایي چارواکو سره له ګوانتانامو زندان څخه د طالب بندیانو د خوشې کیدو په اړه خبرې شوي، د هغو بندیانو په اړه چې سیاسي دوسیې ولري نه جرمي.

خو کله چې په دې اړه خبرې وشوې ، امریکا یوشمیر غوښتنې او اندیښنې درلودې.

امریکا ویلي، چې کیدای شي دغه طالب بندیان له خوشې کیدو وروسته له مخالفینو سره یوځای شي او تاوتریخوالي ته لمن ووهي."


وسله والو طالبانو وروسته له هغې په قطر کې له امریکایي چارواکو سره د سولې خبرې وځنډولې، چې امریکا د هغو پنځو طالب بندیانو خوشې کیدل وځنډول چې مخکې یې د خوشې کیدو ژمنې شوې وې.

خو د سولې عالي شورا وایي له امریکایي چارواکو سره یې خبرې رواني دي ترڅو د طالب بندیانو په خوشې کیدو د سولې د خبرو بیا پیل ته زمینه برابره کړي.

د دغې شورا چارواکي وایي تراوسه ددوی په هڅو شااوخوا ۲۰۰ طالب بندیان له بګرام زندان څخه ازاد شوي دي.

راپور: اسدالله لودین کابل
XS
SM
MD
LG