د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۰

اوباما: موږ د یوې نوې ورځې د روښنايۍ خوریدل ګورو


ولسمشر اوباما په باګرام هوايي ډګر کې
ولسمشر اوباما په باګرام هوايي ډګر کې
د امریکا ولسمشر بارک اوباما په یو چټک او ناڅاپي سفر افغانستان ته تللی و، په افغانستان کې له کلونو جګړو وروسته هماغسې چې په عراق کې د امریکا پوځي ماموریت پای ته ورسیده، په افغانستان کې یې هم جګړیز اړخ کم رنګه کېږي.

ولسمشر بارک اوباما وویل، چې جګړه پای ته رسیږي او د القاعده شبکې ماتې نژدې ده.

یو کال له هغې وروسته چې اسامه بن لادن د پاکستان په ایبټ اباد کې د امریکا د ځانګړي ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو، بارک اوباما په یوه د معمول خلاف وینا کې چې د نړۍ به بل سره کې د باګرام له پوځي اډې څخه په مستقیمه توګه په امریکا کې خپریده وویل، زموږ هدف د القاعده شبکې له منځه وړل دي او موږ دقیقا دې هدف ته د رسیدو په لاره کې یوو:

"زما امریکايي هېوادولو، موږ یو لسیز د جګړې د تورو وریځو لاندې سفر کړی دی او دا دی په افغانستان کې تر سپیده داغ مخکې په تیاره موږ د یوې نوې ورځ روښنايي په افق کې ګورو."

ولسمشر بارک اوباما په دې سفر کې د افغان ولسمشر حامد کرزي سره د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژيکو همکاریو تړون چې له میاشتو راهيسې یې په اړه بحثونه روان و هم لاسلیک کړه.

د ستراتیژیکو همکاریو په دې تړون کې په یو هېواد کې د پوځي حضور څخه د یوه خپلواک هېواد سره د مشارکت په لوري ګام اخیستل شوی او په امنیتي اقتصادي او د حکومتدارۍ په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي ټاکي.

د ازادۍ راډیو خبري څانګه وايي، په دې تړون کې په افغانستان کې د امریکا د ځواکونو د شمېر په اړه هیڅ ډول تهعد نه شته او امریکا ته اجازه ورکوي چې په دې هېواد کې د جګړې تر پای ته رسیدو وروسته هم د افغانستان یوه پوځي اډه وکاروي.

ولسمشر کرزي د دې سند تر لاسلیک وروسته ګاونډیو هېوادونو ته د ډاډ په ورکولو سره په یوه خبري غونډه کې وویل، دا ستراتیژیک سند د هیڅ دریم هېواد لپاره ګواښ نه پېښوي او هیلمندي یې څرګنده کړه چې د دې سند لاسلیک به په سیمه کې د امنیت د ټینګښت لامل شي.

بارک اوباما تر ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته په افغانستان کې د خپل هېواد د ماموریت په اړه وویل:

"د دې کاري پروګرام له مخې موږ له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته له افغانانو سره د اړتیاوو د تثیت په خاطر په دوو محدودو برخو کې کار کوو، چې د تروریزم ضد مبارزه او روزنه ده.

مګر موږ به په دې هېواد کې دایمي اډې جوړې نه کړو او نه به د دې هېواد په ښارونو او غرونو کې ګزمې وکړو. دا خپله د افغانستان د خلکو کار دی."


په دې سترایتژیک سند کې په افغانستان کې د امریکا د پاتې کېدونکېو سرتیرو د شمیر په اړه کوم مشخص تعهد نه شته.

سپینه ماڼي وايي، واشنګټن به په افغانستان کې د ټرینینګ، تجهیزاتو، د مشورتي خدماتو د لګښتونو او نورو ټولنیزو او اقتصادي همکاریو په برخه کې له کانګرس څخه کلنۍ لازمه بودیجه وغواړي.
XS
SM
MD
LG