د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۱

ایران افغانستان ته د وارداتو د لیږدولو اسانتیاوې برابرې کړي


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د وزیر او د ایران د چاه بهار د سمندري بندر د مسئول ترمنځ د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یو تفاهم لیک لاسلیک شو.

د دې تفاهم لیک له لاسلیک کېدو وروسته تمه ده چې د افغانستان ډیر واردات د چاه بهار د سمندري بندر له لارې هېواد ته ولیږدیږي.

دا تفاهم لیک د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د سوداګرۍ او صنایعو د وزیر ډاکتر انوارالحق احدي او د چاه بهار د سمندري بندر د مسئول شهباز یزداني ترمنځ لاسلیک شو.

ډاکتر احدی وویل، د دې تفاهم لیک له مخې به په لومړي پړاو کې د هېواد واردات او په دوهم پړاو کې صادرات د چاه بهار د سمندر بندر له لارې، ترسره شي:

«د دې تفاهم لیک له مخې زموږ متشبیثین کولای شي، چې خپل سودارګریز او ترانزیتي فعالیتونه د چاه بهار له لارې پیل او
هلته تاسیسات جوړ کړي.

افغان سوداګر او واردوونکي باید په کال کې دننه دغه لاره فعاله کړي.

موږ د نورو هېوادو په بندرونو کې د مالونو ساتنې ته ځای نه لرو د همدې له امله مو پر مالونو اضافي ټکسونه لګول کېږي، خو د چاه بهار په بندر کې خپل ځایونه جوړولې او مالونه، کانتینرونه په کې پرته له ډیمریج څخه ساتلای شو.»


احدي زیاته کړه، د دې تفاهم لیک له مخې به« پنځوس هکتاره» ځمکه افغان سوداګرو او واردوونکو ته د پنځوس کالو لپاره په اجاره ورکړل شي، چې دفترونه، ګدامونه او د کانټینرونو د ساتنې ځایونه په کې جوړ کړي.

د دواړو لورو ترمنځ د تفاهم لیک د لاسلیک کېدو پر مهال په افغانستان کې د ایران نوی سفیر«عبدالفضل زهره مند» هم حاضر و.

د چاه بهار د سمندري سیمي مسئول شهباز یزداني وویل، افغانستان د سیمي لومړی هېواد دی چې ایران ورته د دې بندر له لارې د وارداتو اسانتیاوې برابروي، یزداني د چاه بهار د بندر د اسانتیاو په هکله وویل:

«د افغانستان د صادراتو او وارداتو د ملاتړ او د ترانزیت د خوندیتوب لپاره د چاه بهار سمندري بندر یوه مهمه ستراتيژیکه سیمه ده، په سیمه کې تاسیسات جوړ شوي.

افغان ترانزیت ته د سختو او پیچلو قوانینو څخه ډډه شوې، په سیمه کې ورته د بانک، اطلاعاتو او بیمي اسانتیاوې هم په پام کې نیول شوي دي.»


افغان سوداګر او واردوونکي سره له دې چې، د چاه بهار بندر خپلو وارداتو ته سودمنه لار ګڼي، خو اندیښنه لري چې د دواړو هېواد ترمنځ نوی ترانزیتي لار، د سیاسي اختلافونو قرباني شي.

د افغانستان د متشبیثینو د اتحادیي ريیس نجم الدین حاجي اغا وویل:

«دا ډیره ښه لاسته راوړنه ده، د دواړو هېوادونو د اړيکو په ټینګولو کې، خو دا وایم چې سوداګر له سیاست څخه لیری دي او له ایرانه غواړو چې زموږ تجارت سره هیڅکله هم سیاسي چلند، و نه کړي او څه یي چې په دې تفاهم نامه کې لاسلیک کړي، پر هغو وفا وکړي.»

افغانستان د جغرافیایي موقعیت له مخې په وچه کې ایسار هېواد دی، چې اکثره صادرات او واردات یي د پاکستان او د منځني اسیا د هېوادونو له بندرونو ترسره کېږي، خو افغان ترانزیت تر ډیره ځایه د یادو هېوادونو په بندرونو کې له ستونزو سره مخ شوي.

افغان واردوونکې شکایت کوي چې له یادو هېوادونو سره د رڼو ترانزیتي اړیکو د نشتوالي له امله، د دوي مالونه ځنډییږي او هر کال ورته شاوخوا اوه سوه میلیونه ډالره زیان رسیږي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG