د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۳

د اسامه د وژلو یو کال پوره شو


پوره یو کال وړاندې په پاکستان کې دننه د امريکايي ځواکونو له لوري د نړۍ د تر ټولو مشکوک شخص اسامه بن لادن وژنې که له یوې خوا د امريکا په مشرۍ اتحادي ځواکونه خپل هدف ته په نژدې کیدو بريالي کړل نو له بلې خوا يې پاکستان له نوېو مشکلاتو او چلنجونو سره مخ کړ.

سره له دې، چې پاکستان لا هم په دې برخه کې ملامتۍ منلو ته تیار نه دی، خو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي، چې نړېوال چې لا له وړاندې پر پاکستان بې باوري وو له دې پيښې وروسته دې نتیجې ته رسیدلي، چې دا هېواد په رښتیا هم له دوي سره په چل کې دی.

لیکوال او ورځپاڼه لیکونکي عقیل یوسفزي له ازادۍ راډیو سره په مرکه کې وویل، د میم زر ما ټوله زما تګلارې پاکستان ته نه جبرانیدونکي زیانونه اړولي :

"له دې پيښې وروسته پاکستان له سیاسي او اداري پلوه نه یواځې دا، چې ډیر کمزوری شوی په دې موده کې له کابل او واشنګټن سره د اسلام اباد اړيکې د بې باورۍ ښکار شوي یا په بله معنی پر پاکستان د کابل او واشنګټن باور نور هم کم شوی.

د دې اصل وجه دا ده، چې افغانستان، امريکا او نوره نړۍ دا غواړي، چې پاکستان دې نور خپله تګلاره روښانه کړي، یا دې اخوا شي یا دیخوا.)


اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ کال د مۍ پر دویمه په ایبټ اباد کې د پاکستان مهمې کاکول پوځي اکاډمۍ ته څیرمه د امريکايي ځواکونو په ناڅاپي عملیاتو کې ووژل شو.

متحد ایالات او ځينې نړیوالې رسنۍ ادعا کوي، چې د پاکستان د استخباراتي ادارې ځينې کسانو ته د اسامه بن لادن ځای معلوم و، یا په بله معنی یوشمیر عالي رتبه پوځي و استخباراتي مسوولینو هغه ته پناه ورکړې وه.

که څه هم پاکستان دغه ډول تورونه په کلکه ردوي، خو د سیاسي چارو کارپوه ډاکتر خادم حسین بیا یوې پوځي اکاډمۍ ته څیرمه د اسامه موجودیت ددې هیواد پر پوځي او استخباراتي ادارو یو ستر ګوزار ګڼي :

"له دې پيښې سره په لومړي ځل په پاکستان کې دننه او له پاکستانه بهر د پوځي او استخباراتي ادارو پر اهلیت او صلاحیتونو ډیرې نیوکې وشوې او ددغو ادارو وړتیا يې تر پوښتنې لاندې راوسته.

ترټولو اساسي او مهمه پوښتنه چې د پاکستانیانو او نړیوالو په ذهنونو کې پيداشوه هغه داده چې د پاکستان پوځي و استخباراتي یا پالیسي جوړوونکې ادارې د سیمې او نړۍ په اړه کوم ډول پالیسي پرمخ وړي او څه کول غواړي)


د متحدو ایالاتو او پاکستان ترمنځ اړیکې چې پخوا يې هم چندیانې مزه نه وه د اسامه بن لادن تر وژنې وروسته خړې پړې او د استخباراتي معلوماتو د تبادلې په ګډون په ډیری مواردو کې په ټپه ودریدې.

د کارپوهانو په باور متحد ایالات نور د پاکستان پر وعدو باور کولو ته زړه نه ښه کوي، خو خادم حسین وايي بې له کوم توپيره د ټولو ترهګرو او سخت دریزو ډلو پر ضد کارنده اقدامات، په سیاست کې د پوځ نه مداخلت او روښانه تګلاره غوره کول هغه څه دي، چې پاکستان کولی شي د متحدو ایالاو او نړیوالې ټولنې باور پرې ترلاسه کړي :

"زما په باور که د پاکستان پالیسي جوړوونکې ادارې او یا هغه کسان چې د هیواد واګې په لاس کې لري پر دې درېيو خبرو سر خلاص کړي نو کیدی شي له متحدو ایالاتو او نورې نړۍ سره يې ستونزې حل شي خو که داسې ونه کړي نو په راتلونکي کې به پاکستان د لا ډیرو مشکلاتو ښکار شي، چې نتایج يې ماته ښه نه ښکاري"


سره له دې، چې د القاعده شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن د وژنې یو کال پوره کیږي او دغې شبکې په دې موده کې د پام وړ فعالیت نه دی ترسره کړی، خو په کابل کې د اسیاف ځواکونو ویاند جنرال کارسټن جاکوبسن دسه شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې دا شبکه اوس هم د سیمې او نړۍ په کچه فعالیت لري او دوی یې د ځپلو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
XS
SM
MD
LG