د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۳

"د القاعده شبکې موجودیت د نړۍ لپاره یو لوی ګواښ دی"


ویاند جنرال کارسټن جاکوبسن
ویاند جنرال کارسټن جاکوبسن
د امریکایي چارواکو د څرګندونو پرخلاف، د افغانستان په قضیه کې ټولې ښکیلې ډلې په دې باور دي چې د اسامه بن لادن وژل کیدو د افغانستان په امنیت، ثبات او دغه راز د دغې شبکې پر فعالیتونو کوم ژور اغیز نه دې کړې.

د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن تیر میلادي کال د مۍ میاشتې په دویمه نیټه اسلام اباد ښار ته نږدې په ایبټ اباد سیمه کې د ځانګړو امریکایي ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.

که څه هم د اسامه له وژل کیدو وروسته داسې ګمان کیده چې د افغانستان امنیت به ښه او د دغې شبکې فعالیتونه به کمزوري شي، خو په افغانستان کې میشت ایساف ځواکونه وایي، چې القاعده شبکه اوس هم د سیمې او نړۍ په کچه فعالیت لري او دوی یې د ځپلو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

په کابل کې د دغو ځواکونو ویاند جنرال کارسټن جاکوبسن ازادۍ راډیو ته وویل، چې د القاعده شبکې موجودیت د سیمې او نړۍ لپاره یو لوی ګواښ دی:

"د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن له وژل کیدو وروسته دغه ډله په څو برخو وویشل شوه، د اسامه ځای ناستی وټاکل شو او تر اوسه هم د دغې شبکې فعالیتونه د نړۍ په بېلابېلو برخو کې لیدل کیږي.

خو د نړېوالې ترهګرۍ په وړاندې جګړه روانه ده او په ټوله نړۍ کې د ترهګرو فعالیتونه څارل کیږي.

باید ډیرې هڅې وشي ترڅو د القاعده شبکې فعالیتونه د تل لپاره له منځه ولاړ شي."


جاکوبسن زیاته کړه، چې دا مهال طالبان له القاعده شبکې سره کوم تړاو نه لري او دواړه ډلې بېلابېل اهداف پرمخ بیایي.

خو د اسامه بن لادن له کور څخه په تر لاسه شوېو اسنادو کې څرګندېږي چې د القاعده شبکې مهمو مشرانو د طالبانو له مشر ملا محمد عمر سره نژدې اړيکې او همکاري درلود.

له دې سربیره یو شمېر کارپوهان هم په دې باور دي چې القاعده شبکه، طالبان او د حقاني ډله ټول سره یو دي او له یوې سرچینې یې ملاتړ کیږي.

پوځي کارپوه نورالحق علومي ازادۍ راډیو ته وویل، چې د القاعده شبکې رهبري اوس هم د پخوا په څیر پياوړې ده او په افغانستان کې له طالبانو او حقاني ډلې سره اوږه په اوږه یو هدف پر مخ بیایي:

"هغه رهبري چې القاعده شبکې جوړه کړې وه تر اوسه وجود لري، داسې نه ده چې اوسامه ولاړ القاعده ولاړ، نوم د القاعده نشته خو په افغانستان کې دهشت او ترهګرۍ روانې دي.

د القاعده، طالبانو او حقاني شبکې رهبري یوه ده.

هغه کسان چې په پاکستان پورې اړه لري او له پاکستانه مونږ ته زیان اړوي رهبري یې یوه ده، خو دلته په یوه او بل نوم کارونه سرته رسوي."


ښاغلي علومي وایي، د القاعده شبکې رهبري اوس هم په پاکستان کې ده او په فعالیتونو کې یې کموالی نه په سترګو کیږي، خو دا هغه څه دي چې یو شمېر امریکایي چارواکي ورسره موافق نه دي.

د کورني امنیت او له ترهګرۍ سره د مبارزې په چارو کې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما سلاکار جان برننن په واشنګتن کې یوې غونډې ته وویل، چې د القاعده شبکې د سر کسان یې له منځه وړي او د دغې شبکې فعالیتونه هم د پخوا په پرتله کم شوي دي:

"د القاعده مشرتابه له خپلو کسانو سره د اړیکو په ټینګولو کې له ستونزو سره مخ ده، د پاکستان په قبایلي سیمو کې په دوي د فشار له کبله څو ځایونه پاته دي چې دوي د راتلونکي نسل ترهګر په کې روزي.

دوي د نوي کسانو په جذبولو کې ستونزې لري، د دوي روحیه کمزورې شوي، استخباراتي معلومات ښیي چې ځینې غړي ورڅخه بیرته کورونو ته روان دي، دا ځکه دوي درک کړې چې دا جګړه نه شي ګټلی."


په ځینو نورو راپورونو کې هم ویل شوي، چې د اسامه له وژل کیدو سره سم القاعده شبکې خپل مرکزیت له لاسه ورکړ او په څو ډلو وویشل شوه، خو د افغانستان امنیتي ادارې وایي چې د القاعده شبکې خوندي ځآیونه اوس هم د پاکستان په خاوره کې شته او کولای شي چې افغانستان او نورو هیوادونو ته ګواښ رامنځ ته کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وایي، سره له دې چې د اسامه وژل کیدل له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې یوه لویه لاسته راوړنه وه، خو په خبره یې دغه شبکه اوس هم په پاکستان کې ځآلې لري چې نړیواله ټولنه یې باید له منځه یوسي:

"د اسامه بن لادن وژل القاعده شبکې ته یوه لویه ضربه وه، خو متاسفانه دغه ډله اوس هم داتوان لري چې تروریستي حملې سازماندهي کړي.

دوي اوس هم وس لري چې د پولې د هغې غاړې له خوندي ځایونو څخه په افغانستان او نړې تروریستي حملې پلان کړي، نوزمونږ تشویش اوس هم شته، له دوی سره باید کلکه مبارزه وشي،ددې شبکې نور کسان دې هم پیدا شي، الزواهري دې وموندل شی، او دوی باید له ریښې نه له منځه یوړل شي."


راپورونه وایي په افغانستان کې د اوسنۍ جګړې اساسي لامل په دغه هېواد کې د القاعده شبکې موجودیت وو.

وروسته له دې چې القاعده شبکې د ۲۰۰۱ میلادي کال د سیپتمبر په یوولسمه نیټه د امریکا د نړیوالې سوداګرۍ برجونه په نښه کړل ، امریکا دالقاعده شبکې د ځپلو په مقصد افغانستان ته راغله او په یوه نیمه میاشت کې یې د طالبانو رژیم رانسکور کړ.

بلاخره له لسو کلونو جګړو او عملیاتو وروسته امریکایي ځواکونو دتیرکال په مۍ میاشت کې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن اسلام اباد ته نږدې په ایبټ اباد سیمه کې وواژه.

راپور: اسدالله لودین کابل
XS
SM
MD
LG