د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۲

پاکستان کې سوله غوښتونکي طالبان ووژل شول


د پاکستاني طالبانو ډله
د پاکستاني طالبانو ډله
د افغانستان د ملي امنيت اداره که څه هم د طالبانو د مهم مشر مولوي اسمعيل او د هغه د پنځه ويشتو ملګرو وژنه تاييدوي، خو له طالبانو غواړي مخامخ له ولسمشر او نورو چارواکو سره کښېني او د سولې خبرې وکړي.

د ملي امنيت عمومي رئيس رحمت اله نبيل دغه څرګندونې نن په مشرانو جرګې کې وکړې.

يوه چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، ازادۍ راډيو ته وويل دغه طالب مشران، له امريکا او افغان حکومت سره د سولې د خبرو له کبله د پاکستان د بلوچستان ايالت په مرکز کوټه کې نيول شوي او وژل شوي دي.

سرچينې وويل، مولوي اسمعيل او د هغه نور مهم ملګري لکه د طالبانو په تشکيلاتو کې د لغمان والي مولوي شهيدخېل، د طالبانو د واکمنۍ د مهال د استخباراتو رئيس قاري احمدالله ورور او د طالبانو ګڼ نور مهم کسان د شنبې په ورځ، د پاکستان د استخباراتي ادارې، اى، اس، اى په غوښتنه د دې لپاره وژل شوي، چې ګواکې د ملا محمد عمر له فرمان څخه يې سرغړونه کړې او د سولې خبرو ته يې لېوالتيا ښوولې ده.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ماليې وزير او د کوټې د شورا پخواني مشر اغا جان معتصم تېره اوونۍ د امريکا چاپ ډيلي بيسټ ورځپاڼې ته وويل، د کوټې په شورا کې يې ځينو ملګرو د افغانستان په مسئله کې له نظر سره اختلاف درلود.

د کوټې په شورا کې د داخلي اختلافاتو خبره په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو ځينې پخواني مشران وايي، د پاکستان استخباراتي ادارې په وروستيو کې د هغو طالب مشرانو وژنې ته زيات پام اړولى چې غواړي له افغان دولت سره د سولې خبرې وکړي.

مولوي محمد اسمعيل د کوټې د شورا پوځي مرستيال او د افغانستان په ځينو برخو کې د امنيتي چارو مسوول و.

يوه امنيتي چارواکي چې نه يې غوښتل نوم او ږغ يې خپور شي، له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل، په وروستيو کې ملا اسمعيل له افغان دولت سره په تماسونو کې ژمنه کړې وه، چې دوى به په غزني، وردک، زابل او د پکتيا په ځينو سيمو کې فعاليت نه کوي او امن به يې ساتي. سرچينه وايي مولوي اسمعيل د ځينو بهرنيو هېوادونو له استازو سره هم کتلي وو، کله چې د پاکستان استخباراتي اداره له مسئلې خبره شوه، د دوى د وژلو اقدام يې وکړ.

د دې چارواکي په حواله اکثره نيول شوي طالب مشران د وردک، زابل، غزني او ځينو نورو سيمو کې قوماندانان وو.

هاخوا د سولې عالي شورا يوه محلي چارواکي ومنله چې د کوټې د شورا پوځي مرستيال مولوي محمد اسمعيل ورسره د سولې خبرې پيل کړې وې.

مولوي اسمعيل په اصل کې د غزني ولايت اوسېدونکى و، په دغه ولايت کې د سولې د ولايتي شورا د عامه پوهاوي او اړيکو د څانګې مسوول، ډاکټر غني چې د مولوي اسمعيل له نژدې خپلوانو هم ګڼل کېږي، له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې ومنله چې ښاغلي اسمعيل ورسره خبرې کړې وې.

خو طالبانو د مولوي اسمعيل او پنځه ويشتو نورو طالب مشرانو د وژنې د لومړنيو راپورونو تر خپرېدو سمدستي وروسته په يوه اعلاميه کې د دوى وژنه په کلکو ټکو رد کړه او دا يې تش تبليغات وبلل.

خو ذبيح اله مجاهد له خوا رسنيو ته په يوه لېږل شوې اعلاميه کې ويل شوي:

”د مولوي محمد اسمعيل په اړه داسې اوازې او افواهات خپرول، چې له پنځه ويشتو نورو کسانو سره په کوم ګاونډي هېواد کې وژل شوي، دا له حقيقته ليرې او محض دروغ دي”

طالبان وايي مولوي محمد اسميعل رک روغ دى. خو د دې خبرې سپيناوى سخت کار برېښي.

تر دې مخکې د ملا عبدالغني برادر په نامه يو طالب مشر، چې غوښتل يې له افغان دولت سره د سولې خبرې وکړي، د ٢٠١٠م کال په فبرورۍ مياشت کې په مرموز ډول په پاکستان کې ونيول شو. دې مسئلې د سولې روانې خبرې ټکنۍ کړې.

څه موده مخکې د طالبانو د واکمنۍ د دفاع د وزير ملا عبيد الله په اړه راپور ورکړل شو، چې د پاکستان امنيتي ځواکونو په ٢٠٠٧م کال کې ونيوه او په ٢٠١٠م کال کې په زندان کې دننه د زړه د حملې له کبله مړ شو، چارواکي وايي ده هم د سولې د روان بهير ملاتړ کاوه، د طالبانو ځينې نور قوماندانان اوس هم د پاکستان په زندانونو کې دي.

پاکستان چې د افغانستان په مسئله کې ځان مهم لورى ګڼي هڅه کوي د سولې په پروسه کې هم مهمه ونډه ورکړل شي. پر دغه هېواد تور پورې دى چې استخباراتي اداره يې د سخت دريځو ملاتړ کوي او په طالبانو پورې د تړلې ډلې حقاني شبکې پلوي هم کوي، چې دغه ډله په قبايلي سيمو کې خوندي مرکزونه لري او له هغه ځايه په افغانستان کې دېره پر افغان او بهرنيو سرتېرو خپل بريدونه تنظيموي.

تر دې مخکې طالبانو له امريکا سره د سولې مستقيمې خبرې پيل کړې وې او د پخوا په پرتله يې په دريځ کې نرموالى هم له ورايه ښکارېده.

خو وسلوالو طالبانو څه موده مخکې اعلان وکړ، له امريکا سره يې د سولې خبرې ځنډولي، ځکه طالبان دېته په تمه دي، چې امريکا د اعتماد جوړونې اقدامات وکړي او خپلې ژمنې عملي کړي.

خو ولې افغان دولت او امريکا نه دي توانېدلي هغو طالبانو ته چې د سولې خبرو ته لېوالتيا لري، په افغانستان کې هلته خونديتوب برابر کړي؟

د واشتګټن په بروکينز انستيتوت کې يو څېړونکى مايکل اوهانلون دغه ټکي ته اشاره کوي:

”مارک ګروسمن [د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړى استازى] نه شي کولاى په پاکستان کې د طالبانو خونديتوب تضمين کړي، خو په افغانستان کې به افغان او بهرني ځواکونه د دوى د خونديتوب لپاره خپلې هر اړخيزې هڅې وکړي. که اى، ايس، اى له پاکستان څخه د طالبانو د وتلو مخنيوى کوي، دا يوه بېله مسئله ده”

مايکل وايي لا هم ځينې ډلې ټپلې شته چې خپلې ګټې په جنګ کې ويني. که څه هم د طالبانو د نظام تر ړنګېدو وروسته د دوى د مشر ملا محمد عمر پته نه ده معلومه او لا يې هم له کومې رسنۍ سره خبرې نه دي کړي، خو د دې ډلې ويندويان وايي ملا محمد عمر ژوندى دى.

د وسلوالو طالبانو يوه مشر چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، د دوشنبې په ورځ د پاکستان د استخباراتي ادارو په ولکه کې د خپل یوه بل مهم مشر استاد ياسر د مړينې خبر تاييد کړ.

له پاکستانه ترلاسه شوي راپورونه وايي، چې استاد یاسر له تیرو څو کلونو راهیسې ددې هیواد له استخباراتي ادارو سره بندي و، خو دا لا نه ده څرګنده چې کله او څنګه وژل شوی دى.

که چېرې د مولوي اسمعيل او پنځه ويشتو نورو طالب مشرانو د وژنې خبر په رسمي ډول تاييد شي، د افغانستان د سولې په مسئله کې به د پاکستان پر نيت او له طالبانو سره پر اړيکو شکونه نور هم زيات شي. دغه هېواد پخوا هم د افغانستان په مسئله کې په دوه مخي سياست تورن شوى دى.
XS
SM
MD
LG