د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۵

"د اسامه وژلو د سولې په اړه بې ځایه هیلې راټوکولې وې"


ویګاداس اوساکاس
ویګاداس اوساکاس
په افغانستان کې د اروپایي اتحادیې سفیر وایي، د امریکایي خاصو ځواکونو له خوا په پاکستان کې د اسامه بن لادن د وژل کیدو په اړه د خبر له خپریدو څو ساعته وروسته یو زیات شمېر افغانانو ایمیلونه وراستولي و او په کې یې د هغه پر مړینې خوښي څرګنده کړې وه.

یوکال مخکې د بن لادن وژنې په کابل، بروکسل، واشنګټن او نورو ځایونو کې هیلې راټوکولې وې، چې د هغه وژنې د نړۍ په تر ټولو نا ارامه سیمه کې افراطي اسلامي ډلې ته سخت ګذار ورکړ.

په کابل کې د اروپایي اتحادیې سفیر وایي، د بن لادن له وژل کیدو یو کال وروسته ښکاري چې دغه هیلې بې ځایه وې.

طالبانو چې واشنګټن تورن کړی و، چې د واکمنۍ په مهال یې د القاعده مشر ته پناه ورکړې وه او همدا د دوي د رژیم د نسکوریدو سبب شو، په دې وروستیو کې له متحده ایالاتو سره د سولې خبرې ځنډولې دي.

د اروپایي اتحادیې لوړ رتبه ډیپلومات وایي، زیاترو افغانانو ورته په استولو ایمیلونو کې د بن لادن په وژلو خوښې څرګنده کړې وه او ویلي و، چې ښایي اوس په افغانستان کې د سولې هڅې یوه نتیجه ورکړي، خو دی وایي چې د سولې پروسه ډیره پیچلې ده:

"لکه چې موږ ټول په دې پوه یو، په خواشینۍ سره د سولې پروسه هغسې چې یو کال مخکې د بن لادن له وژل کیدو وروسته یې هیله کیده، دومره ساده نه ده.

که په اروپا یا د نړۍ په نورو برخو کې د سیاسي روغې جوړې د پروسو تاریخ ته نظر واچوو، ګورو چې دغه پروسه د دواړو اړخونو له لورې د یوې اوږدې مودې ژمنو ته اړتیا لري."


ویګاداس اوساکاس چې په کابل کې یې د اروپایي اتحادیې د سفیر په توګه د کارله پیله دوه کاله وځي وایي، لویدیځو هېوادونو له افغانستان سره د بیارغونې په برخه کې میلیارډونو ډالرو مرسته کړې، خو د ده په وینا د ولسمشر کرزي حکومت تر اوسه پورې د ښې حکومت داری او د کارونو د شفافیت په برخه کې خپلې ژمنې نه دي پرځای کړي.

اوساکاس وایي، که څه هم له ۲۰۱۴ کال وروسته چې بهرني ځواکونه له دې هېواده وځي، اروپایي اتحادیه نیت نه لري چې افغانستان یواځې پریږدې خو په دې اړه به چې په دې هیواد کې یې د مرستې پیسې په څه ډول لګیږي ښایي سخت کنټرول وضع کړي:

"په خپله ولسمشر کرزی او د افغانستان سیاسي نظام په دې ښه پوه دي چې له دې هېواد سره راتلونکې پراختیایي مرستې به یقینا د حکومت داري د ښه کولو، له اداري فساد سره د مبارزې او د انتخاباتو لپاره د تیاریو چې د افغانانو لپاره د منلو وړ وي، د واقعي او پراخو اقداماتو تراغیز لاندې وي."

په افغانستان کې د اروپایي اتحادیې سفیر وایي، په اوس وخت کې چې اروپایي هېوادونه له سختواقتصادي ستونزو سره مخامخ دي، د دې هېوادونو مالیې ورکونکي به ډیرې سختې پوښتنې راپورته کړي چې ایا د دوي پیسو هلته کارونه ښه کړي او که نه؟
XS
SM
MD
LG