د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۲

نن د مۍ لومړې نیټه د کار ګرانو نړېواله ورځ ده


نن د مۍ لومړې نېټه د کار ګرانو نړېواله ورځ ده، په افغانستان کې هم لکه د نړۍ د نورو هېوادنو په شان د کار ګرانو نړېواله ورځ لمانځل کیږي.

د افغانستان د کارګرانو د اتحادیي عمومي ریس معروف قادري زیاته کړه، بې له قانوني جوازه افغانستان ته د بهرنیو ګارګرانو راتلو ډیرو افغان کارګرو څخه د کار زمینه اخیستې ده.

هغه وویل، په دې اړه به دوي نن خپلې غوښتنې له چارواکو سره مطرح کړې.

د کارګرو نړېواله ورځ له ١٨٨٩ میلادي کال راهيسې په نړۍ کې لمانځل کيږي، د ١٨٨٦ میلادي کال د مې په مياشت کې ګڼ شمېر ګارګرانو د امريکا په شيکاګو ايالت کې د خپل حق څخه د دفاع په موخه په يو لوى لاريون لاس پورې کړ، چې د همدې لاريون په ترڅ کې ګڼ شمېر يي د پوليسو له خوا و وژل شول.

له لاريون څخه څو ورځې وروسته د کارګرانو څو تنه مشران په مرګ محکوم شول.

په ١٨٨٩ میلادي کال کې په پاريس کې د کارګرانو نړېوالې کنګرې د امريکا د کارګرانو د استازي پر وړانديز، د مې لومړۍ نېټه د کارګرانو نړيواله ورځ وټاکله.
XS
SM
MD
LG