د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۷

"د مس عینک کان په ایستلو کې به نوي موندل شوي اثار نه زیانمنیږي"


د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور او د کانونو وزارتونو چارواکو په دې اړه مشورې پیل کړي دي، چې څرنګه وکولای شي د لوګر د مس عینکو د ایستلو کار په دې سیمه کې موندل شوې تاریخي اثار زیانمن نه کړي.

د دغو دوو وزارتونو چارواکو په دې اړه د همکاریو ژمنه وکړه او له یو شمېر کارپوهانو سره یې په یوې غونډه کې د دغو اثارو د خوندیتوب پر لارو چارو مشورې وکړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزیر مخدوم رهین خبریالانو ته وویل، چې د مس عینک په سیمه کې تاریخي اثار د یوه لوی ښارګوټي برخه ده، چې اوس مهال یوازې د هغو اثارو د خوندیتوب لپاره کار کیږي چې د زیانمنیدو له ګواښ سره مخ کیدای شي:

"موږ ټول خپله ټوله وسه کوو، خپله دا ساحه یو ښارګوټي دی، داسې شی نه دی چې ژر خلاص شي.

موږ یوازې په هغو ساحو کار کوو چې هسې نه په راتلونکې کې په کان کې د کار مزاحم شي او یا هم په کان باندې د کار له امله زیانمن شي، خو دا کار به دوام وکړي، ځکه پوهیږئ، چې د لویو ساحو او تاریخي ښارونو او ښارګوټو کارونه په پنځو، لسو او ان په شلو کلونو کې نه خلاصیږي."


د اطلاعاتو او کلتور وزیر وویل، چې د مس عینک له سیمې څخه به د انتقال وړ تاریخي اثار د محمد اغې ولسوالۍ موزیم ته ولیږدول شي او هغه چې د انتقال وړ نه وي په خپل ځای کې به یې د خوندیتوب لاره وسنجول شي.

د کانونو وزیر وحیدالله شهراني وویل، چې په مس عینک سیمه کې د تاریخې اثارو اته ساحې د عینکو د زیرمې پر سر پرتې دي، چې په لومړي سر کې به د هغو د انتقال لپاره کار وشي.

ښاغلي شهراني وویل، چې د عینکو د مس کان تجارتي تولید به په ۲۰۱۴ کال کې پیل شي او مقدماتي کارونه یې پيل شوي:

"خپله د مسو تجارتي تولید په ۲۰۱۴ کال کې پیلیږي، مقدماتي کارونه یې پیل شوي دي، لکه د عینکو د بریښنا د تولید د دستګاه لپاره د بامیانو د ډبرو د سکرو اکتشاف، له کابله نه دوو خواوو ته د ریل ګاډي د پټلۍ تخنیکي او اقتصادي مطالعه، یوه پټلۍ به تر تورخمه او بله به د افغانستان یوه شمالي بندر ته غځول کیږي او خپله د کان مطالعه پیل شوی ده."

که څه هم چارواکي هڅه کوي چې د عینکو د مس کان د استخراج له امله په سیمه کې تاریخي اثار له زیانمیدو وساتي، خو دغو اثارو ته د قاچاق وړونکو له خوا هم ګواښونه موجود دي.

ددې اندښنه شته چې که ددغو اثارو سمه ساتنه ونشي، نو د هیواد د ځینو نورو اثارو په شان به ترې تم شي.
XS
SM
MD
LG