د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۶

بسم الله محمدي د سولې په اړه د وسله والو طالبانو پر نیت شک څرګند کړ


د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي
د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي
د کورنیو چارو وزیر په هیواد کې د وسله والو طالبانو له خوا د ځان وژونکو حملو او چاودنو دوام ته په اشارې سره په ډاګه کړه؛ چې د سولې لپاره د دولت له هلو ځلو سره سره د وسله والو طالبانو په ستراتیژۍ کې څه بدلون نه دی راغلی.

بسم الله محمدي د مشرانو جرګې غونډې ته وویل، چې وسله والو طالبانو لا هم د جګړې ستراتیژۍ ته دوام ورکړی دی.

د ښاغلي محمدي په وینا داسې نښې نشته چې دوی دې سولې ته غاړه کیږدي:

″په تیرو لسو کلونو کې موږ له یوه طره جنګ کړی او له بل لوري زموږ د دولت لاس وسله والو مخالفینو ته د سولې او روغې لپاره اوږد و. هغوی او هغه هیوادونه چې ملاتړ ترې کوي، تراوسه یې له جګړې لاس نه دی اخیستی.

تراوسه یې ستراتيژي د جګړې ستراتيژي ده، د جګړې دوام دی. هیڅ داسې نښاني نشته چې د افغانستان د خلکو دښمنان، ترورستان او طالبان دې راغلي وي او د افغانستان سوله او روغه جوړه دې منلي وي، د دې هیڅ اثار نه لیدل کیږي او هیڅ نمونه نه وینو چې هغوی دې، دې ته غاړه کیږدي.″

د کورنیو چارو وزیر وویل، چې مشخص هیوادونه او استخباراتي کړۍ د افغانستان د جګړې په دوام کې خپل اهداف تعقیبوي.

محمدي د کوم هیواد نوم وانه خیسته خو په دې برخه کې د پاکستان استخباراتي او پوځي کړیو ته تل ګوته نیول شوې.

د سولې د عالي شورا یو غړی او د طالبانو د پخواني رژيم یو تن چارواکی مولوي قلم الدین هم تاییدوي؛ چې وسله وال طالبان تراوسه سولې ته نه دي حاضر شوي.

خو دی وايي، د دې معنی دا نه ده، چې هغوی له سره سوله نه غواړي.

ښاغلي قلم الدین د سولې په اړه د کورنیو چارو د وزیر خبرې یو ډول مایوسي وبلله او ویې ویل؛ چې یوه ورځ به وسله وال طالبان سولې ته غاړه ږدي:

″دا یو ډول مایوسي ده، قطعي خبره نه ده. زما په باور د افغانستان د مسالې د حل یوازینۍ لاره سوله ده. مخالفینو که چمتوالی نه دی ښودلې، بالاخره به مجبوراً چمتوالی وښيي.

تاسو وینئ چې د حکمتیار حزب اسلامي خپل چمتوالی ښودلی او خبرې یې روانې دي. داسې یوه ورځ هم راځي چې طالبان به هم چمتوالی وښيي.″

که څه هم د جمهور رییس حامد کرزي په ګډون اکثرو افغان دولتي چارواکو تل له وسله والو مخالفینو سره په خبرو کې د پرمختګ تمې ښودلي دي، خو ترد ې پخوا هم ځینو چارواکو د دولت د سولې هڅې بې نتیجې بللې دي.

څو ورځې مخکې د بلخ والي عطا محمد نور هم له وسله والو طالبانو سره د سولې هڅې بې نتیجې وبللې او ویې ویل؛ چې د دوی پر ځای دې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره خبرې وشي.

خو د سولې د بهیر په اړه دغه انتقادونه تر ډیره د افغان دولت دننه او بهر په هغو کړیو کې مطرح دي؛ چې یو وخت له وسله والو طالبانو سره جنګیدلي دي او اوس هم له هغوی سره د خبرو په پټه او یا هم ښکاره مخالفت کوي.

راپور: احمد زبیر ژمن
XS
SM
MD
LG