د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۳

پر بهرنیو عسکرو د افغان سرتېرو له خوا بریدونه ډېر شوي


یو شمیر امریکايي ورځپاڼو د افغانستان د امنیتي ستونزو په ترڅ کې هغه بریدونه څیړلي، چې د افغانستان په جنوب کې د افغان سرتیرو له خوا پر بهرنیو سرتیرو شوي دي.

په دوه جلا، جلا بریدونو کې چې د چارشنبې په ورځ پر بهرنیو سرتیرو د دوو ساعتونو په توپیر په کندهار کې وشول؛ د ناټو یو سرتیری ووژل شو او بل یې ټپي شو.

د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د دې برید په اړه ویلي؛ چې یو افغان سرتیري پر یو بهرني سرتیري ډزې وکړې او هغه یې وواژه.

په دې لیکنه کې ویل شوي، چې په دې وروستیو کې څو وارې د افغان امنیتي سرتیرو له منځ څخه پر بهرنیو سرتیرو ډزې شوي، خو هغه پېښه چې د چارشنبې په ورځ په کندهار کې وشوه له نور دا ډول پېښو سره یې یو توپیر درلود.

د ورځپاڼې په وینا دا افغان سرتیري په یو ځانګړي او ښه روزل شوي امنیتي کنډک پورې مربوط وو.

د وال سټریټ ژورنال په وینا دې سرتیرو ته د افغانستان په پوځي برخه کې ډیره تمه کېږي. دوی مسلکي شوي او په ښه سطحه روزل شوي دي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم همدا مساله څېړلې ده او وايي، په افغانستان کې پر نړیوالو سرتیرو د افغان سرتیرو له خوا بریدونه په زیاتېدو دي.

نیو یارک ټایمز په دې اړه په خپله لیکنه کې وايي، چې افغان سرتیرو په همدې روان عیسوي کال کې تر اوسه یولس ځله پر بهرنیو سرتیرو بریدونه کړي چې په ترڅ کې یې اتلس تنه وژل شوي دي، په دې اتلس وژل شویو بهرنیو سرتیرو کې لس تنه یې امریکایان وو.

د نیو یارک ټایمز په باور دا شمیر په همدې موده کې په افغانستان کې د ناټو د تلفاتو په سلو کې شل برخه جوړوي.

د ناټو یو ویاند دې ورځپاڼې ته ویلي، چې تیر کال دا ډول یو ویشت بریدونه شوي وو، چې پنځه دېرش کسه په کې وژل شوي وو.

ورځپاڼې په دې اړه د افغانستان د دفاع د وزیر رحیم وردګ وروستیو څرګندونو ته اشاره کړې ده؛ چې وايي، دوی هڅه کوي د افغان سرتیرو له خوا پر خپلو بهرنیو ملګرو د دا ډول بریدونو مخه ونیسي.

لاس انجلس ټایمز هم همدا موضوع څېړلې ده او وايي، چې طالبانو د دې برید مسوولیت منلی دی او ویلي یې دي، چې برید کونکي دوی د ملي اردو په صفونو کې ځای پر ځای کړي وو او د دوی په امر یې دا برید کړی دی.

خو د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه وايي، چې طالبان تل له داسې پېښو وروسته دا ډول ادعاوې کوي.

لاس انجلس ټایمز د ځینو لودیځو چارواکو له خولې وايي؛ ډیر کله برید کونکي افغان سرتیري پر خپلو همکارو بهرنیو سرتیرو د نورو انګیزو له کبله بریدونه کوي، لکه له خپلو روزونکیو سره لفظي شخړې، بحثونه او نور جنجالونه.

واشینګټن پوسټ ورځپاڼې هم په دې موضوع لیکنه کړي او د امریکا د دفاع د وزارت د چارواکو له خولې یې ویلي دي؛ چې په سلو کې دیر یا څلوېښت دا ډول بریدونه د هغو کسانو له خوا کیږي؛ چې له طالبانو سره اړیکې لري.

د ورځپاڼې په وینا ګڼ نور دا ډول بریدونه د شخصي شخړو او نورو عقدو له کبله د افغان سرتیرو له خوا پر بهرنیو سرتیرو کیږي.
XS
SM
MD
LG