د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۹

معنوي: د ټاکنو په قانون کې بدلون راوړل شوی دی


د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر فضل احمد معنوي
د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر فضل احمد معنوي
د انتخاباتو د کمیسیون د صلاحیتونو څرګندیدل، د انتخاباتو په سیسټم کې بدلون، د شکایتونو د اوریدو او د رسنیو د کمیسیونونو د کاري بڼې بدلون او سرغړونکو ته سزا ورکول د انتخاباتو په قانون کې مهم بدلونونه شمېرل کېږي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشر فضل احمد معنوي، د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د انتخاباتو د قانون په مسوده کې له پنځوس فیصدو زیات بدلون راغلی دی.

″د انتخاباتو نوې مسوده او پخوانی تقنیني فرمان، چې له مخې یې موږ انتخابات وکړل، له پنځوسو فیصدو زیات توپیر لري، موږ دا نسخه عامه ډګر ته وړاندې کړه، څو تحلیل شي او وکتلای شي، چې څومره مثبت بدلون په کې راوستل شوی او یا داسې کوم ټکی په کې شامل دي، چې ګټور نه دي، په هر حال دا باید وڅېړل شي، چې موږ داسې یو قانون رامنځ ته کړو، چې د ټولې د ټولو اړتیاوو ځواب وویلای شي.″

د ښاغلي معنوي په وینا، د انتخاباتو په قانون کې ځینې موارد نه وو روښانه شوي؛ چې دا د دې لامل شو، چې په تیرو انتخاباتو کې ستونزی را ولاړې شوې.

نوموړي د بیلګې په توګه وویل، چې په مخکني قانون کې د سرغړونې، جرم او نقدي جریمې په اړه ځانګړی تعریف نه وو موجود.

د معنوي په وینا په نوی قانون کې ټول مسایل بیل بیل روښانه شوی دي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ستراتیژیک پلان د طرحې او د انتخاباتو د قانون د مسودې په اړه د نظریاتو د راټولو په هدف د شنبې په ورځ د ملي شورا او د بیلابیلو سیاسي ګوندونو له استازو سره یوه غونډه هم جوړه کړې وه.

خو د انتخاباتو له بهیر څخه یوشمېر څارونکې ادارې بیا وایي، چې په دې مسوده کې یولړ ستونزې موجودې دي.

د ازادو او عادلانه انتخاباتو یا فیفا اجرایوی مشر جانداد سپین غر ازادی راډیو ته وویل.

″د مسودې طرح چې له مدني ادارو سره شریکه شوې، دا طرح ټولیزه ده او په کې ستونزې او مشکلات موجود دي د مثال په توګه.

د شکایتونو میکانیزم چې دوی وړاندې کړی، هغه خپلې ستونزې لري، هغه د انتخاباتو له ستندرد او معیارونو سره برابر نه دی.

هغه ترکیب چې تری جوړ شوی دولتی نهادونه دي په کې او په مشري یې هم د انتخاباتو کمیسیون کوي، نوکه چیرې د کمیسیون په اړه شکایت موجود وي، نو څه تضمین موجود دی، چې دا شکایت به په عادلانه توګه وڅیړل شي.″

خو د انتخاباتو کمیسیون وايي، چې دوی د مدني ټولنې د غړو نظرونه د انتخاباتو د قانون په اړه راټول کړي او د هغوی په رڼا کې عمل کوي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشر وایي، چې د انتخاباتو د قانون مسودې په عدلیې وزارت او په پارلماني چارو کې د دولت وزارت له خوا قانوني پړاونه وهلي او د تصویب لپاره یې ملی شورا ته استوي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون تیرو انتخاباتو کې موجوده ستونزو ته په کتو سره وایي، چې له ملي شورا څخه د نوې مسودې په تصویب سره به په راتلونکي کې دا ډول ستونزې تکرار نه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کتونکو په وینا له تیرو لسو کلونو راهیسې د ولسمشرۍ او پارلمان انتخاباتو له درغلیو سره مل وو.

راپور: ذکيه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG