د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۱

ولسي جرګه پر اسماعیل خان د لګول شویو تورونو په اړه وضاحت غواړي


د افغانستان د ولسي جرګې یوشمېر غړي د اداري فساد پر ضد د عالي ادارې له ريیس څخه غواړي، هغه اسناد دې وړاندې کړي، چې د اوبو او برېښنا پر وزیر محمد اسماعیل، د ځمکو غصبول ثابت کړي.

د ولسي جرګې یوشمېر غړو د اداري فساد پرضد د مبارزې د ريیس پر څرګندونو بحث وکړ او د دې ادارې له ريیس ډاکټر عزیزاله لودین څخه یې وغوښتل، چې د پورې شوي تور د وضاحت لپاره دې یوځل د جرګې غونډې ته ورشي.

دوی وویل، ښاغلی لودین باید د نورو کسانو په هکله چې په فساد کې ښکېل دي، هم معلومات ورکړي.

د جرګې غړو ډاکترمیربت خان منګل اوعبیداله کلیمزي وویل:

″۱- عزیزاله لودین باید ټول هغه اسناد چې په محمداسماعیل خان د ځمکو غصبول ثابت کړي، جرګې ته وړاندې کړي، که چېرې دا ثابته نه کړي، موږ کولی شوه غه استجواب او استیضاح هم کړو.

۲- جرګې کوم فاسد وزیر ته رایه ورکړې، موږ باید په دې وپوهیږو، چې هغه وزیر څوک و، ایا موږ ته یې اسناد راغلي وو، موږ خبر وو او بیامو رای ورکړی او که داسې نه وي. ښاغلی لودین ولې داسې څرګندونې کوي؟″

د جرګې یوشمېر غړي وایي، ښاغلي لودین په دې خبرو، چې ګواکې ولسي جرګې یوشمېر فاسدو وزیرانو ته د باور رایې ورکړي دي، د جرګه سپکاوی کړی دی.

د اداري فساد پر ضد د مبارزې ريیس تیره اوونۍ د اوبو او برېښنا د وزیر محمد اسماعیل په هکله وویل، چې د هرات په ولایت د اویا میلیونو ډالرو په ارزښت د یوې ځمکې په غصبولو کې ښکیل دی.

بل خوا ښاغلي لودین تیره اوونۍ ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل، چې
ولسي جرګه چې هرکله وغواړي، دی حاضر دی، چې ورشی او په فساد کې د اوبواو برېښنا د وزیر د ښکیلتیا په هکله اسناد او شواهد وړاندې کړي.

″د جمهور ريیس په فرمان دا ته ادارو څخه جوړ یو پلاوی هرات ته استول شوی وو، هغو څیړنې کړې، د مجید زابلي پخوانۍ ځمکه چې په هرات کې ده، د محمداسماعیل او د ده د میرمنې او دوه نورو کسانو په نامه یې قبالې تیرې شوي او غصب شوې ده، زه اسناد لرم، که جرګه یې غواړي او جمهور ريیس یې غواړي، زه د دوسیو له مخې ثبو ت ورکولی شم.″

د اوبو او برېښنا وزیر محمد اسماعیل تراوسه حاضر شوی نه دی، چې په دې هکله رسنیو ته څه ووایي.

خو د محمد اسماعیل پلویانو د هرات په ولایت کې د مظاهرو په کولو سره دا تورونه رد کړي دي.

دا لومړی ځل دی، چې د اداري فساد پر ضد د مبارزې ادارې له خوا، د جمهور رییس کرزي د کابینې پر یوه برحاله غړي، ″مخکې له دې، چې محکمه پرې حکم وکړي″ د فساد تور پورې کیږي.

ځیني راپورونه وایي، چې د جمهور ريیس د کابینې یوشمېر نورو غړي هم په فساد کې ښکېل دي او په عدلي او قضایي ارګانونو کې دوسیې لري.

دا انتقادونه هم کیږي، چې د دولت د لوړپوړو کسانو دوسیې په سمه توګه نه څیړل کیږي.

راپور: خان محمدسیند
XS
SM
MD
LG