د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۸

په جنګي جرمونو یوشمېر تورن کسان د ډله ییزو قبرونو د له منځه وړلو هڅه کوي


د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د ساحوي دفتر مشر شمس الله احمدزي
د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د ساحوي دفتر مشر شمس الله احمدزي
د بشر د حقوقو خپلواک کمسیون له کورنیو چارو وزارت وغوښتل، چې د هیواد په بیلابیلو برخو کې د موجودو ډله ییزو قبرونو د له منځه وړلو مخنیوی وکړي.

د دې کمیسیون د ساحوي دفتر مشر شمس الله احمدزي د شنبې په ورځ په کابل کې ازادي راډیو ته وویل؛ یوشمېر اشخاص او کړۍ هڅه کوي، څو دغه ډله ییز قبرونه چې له مخې یې د هغوی جرمونه پرې ثابتیږي له منځه یوسي.

نوموړی وایي، که چیرې دغه ډله ییز قبرونه له منځه یووړل شي، نو په جنګي جرمونو کې د ښکیلو کسانو پیژندل به نا ممکن شي.

″متاسفانه په افغانستان کې د ډله ییزه قبرونو شتون دا په خپله ثابتوي، چې ډیري کسان پرته له محاکمې وژل شوي دي او په دسته جمعي ګورونو کې اچول شوي دي.

هغه کسان چې د دغو ګورونو عاملین دي، تل کوښښ کوي، چې په راتلونکي کې ځان له عدلي تعقیب څخه خلاص کړي، نو بې له شکه هڅه کوي، دغه ګورونه له منځه یوسي.

همدا د دسته جمعي ګورونو شتون د جرم اثر دی، که دا له منځه یوسي، نو د جرمونو ثبوتول ستونزمن کیږي.″

که څه هم ښاغلي احمدزي د هغو ډلو او اشخاصو نوم په ډاګه نه کړ، چې د ډله ییزو قبرونو په له منځه وړلو سره غواړي خپل جرمونه پټ کړي، خو ویې ویل، چې دا د هر مجرم صفت دی، چې هڅه کوي، د خپل جرم اثار له منځه یوسي.

نوموړی وایي، که څه هم په افغانستان کې په دې وروستیو کې زیات ډله ییز قبرونه موندل شوي؛ خو دوی نه پوهیږی، چې دغه قبرونه د کومو نظامونو په وخت کې او د چا له خوا جوړ شوي دي.

ښاغلي احمدزي له حکومت څخه وغوښتل، چې د موندل شوی ډله ییزو قبرونو په اړه څیړنه وکړي او دا پیدا کړي، چې دغه ډله ییز قبرونه پر چا پورې اړه لري.

موږ هڅه وکړه، چې په دې اړه د کورنیو چارو وزارت نظر واخلو خو له ډیرو هڅو سره سره ونه توانیدو.

خو د چارو شنونکي بیا د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون اندیښنې په ځای بولي او وایي، چې امنیتي ځواکونه به ونشي کړای ډله ییز قبرونه وساتي.

د چارو کار پوه اجمل هوډمن وایي:

″هر هغه څه چې د قانون له مخې د جرم د اثبات شواهد واوسي، امنیتي ارګانونه مکلف دي، چې هغه باید وساتي.

زه فکر کوم، چې په حکومت د هغو کسانو نفوذ له امله به دوی د قبرونو په ساتلو کې صادق واوسي، خو په هر صورت د افغانستان عدلي او قضايي ارګانونو ته په کار دي، چې په دې برخه کې یو قضايي تصمیم صادر کړي او د هغه تصمیم په اساس باندې ټول امنیتي ارګانونه مکلف وي، چې د دې ساتنه وکړي. خو د قضايي تصمیم نه پرته، زموږ امنیتي ارګانونه په اعتبار نه دي، کیدای شي دوی په خپله وغواړي چې عمداً دغه شواهد له منځه ولاړ شي.″

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د معلوماتو له مخې، ډله ییز قبرونه د افغانستان په ټولو ولایتونو کې موجود دي؛ خو وایي، چې له دې ډلې تر اوسه په کابل، بلخ او پروان ولایتونو کې کشف شوي دي.

خو د دې کمیسیون د مسوولینو په وینا تر اوسه دا روښانه نه ده، چې دا ډله ییز قبرونه د چا له خوا او په کوم نظام کې رامنځ ته شوي، خو د چارو کتونکي وایي، چې په افغانستان کې ډیري ډله ییز قبرونه د ثور له اومې کودتا را په دېخوا رامنځ ته شوي دي.

راپور: ذکیه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG