د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۰

په اسلام اباد کې درې اخیزه غونډه د ښو نتیجو سره پای ته ورسیده


د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي مارګ ګروسمن د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیال جاوید لودین او د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت له مرسیتال جلال عباس جیلاني سره وکتل.

جلال عباس جیلاني ویلي، درې واړو اړخونو په دې سلا وکړه، چې یوه ډله به جوړوي او هغه ډله به په دې اړه څیړنه کوي چې هغه طالب مشران چې غواړي د سولې په بهیر کې برخه واخلي په څه ډول په دې بهیر کې ورګډ شي؟

ښاغلي جیلاني خبریالانو ته وویل، دې غونډې مهمه لاس ته راوړنه لرله، خو نوموړي په دې اړه ډیر جزییات ورنه کړل. نوموړی همدارنګه د دې ځانګړې ډلې د جوړیدو په اړه هم ډیر جزییات په ډاګه نه کړل.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال جاوید لودین هم خبریالانو ته وویل؛ موږ باید هغه کسان د سولې په بهیر کې ورګډ کړو، چې په افغانستان کې د سوله ییز ژوند غوښتونکي وي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا یو چارواکي وايي، له دې درې اړخیزې غونډې څخه یې تمه دا وه، چې د طالب مشرانو د تورلیست څخه پر ایستلو او پر هغوی د لګیدلو محدودیتونو پر لرې کولو به غور وکړي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جانان موسی زي ازادي راډیو ته ویلي د ملګرو ملتونو له تور لیست څخه د یو شمېر طالب مشرانو د نومونو پر لرې کولو به په بله درې اړخیزه غونډه کې خبرې وشي:

افغان حکومت چې له اوږدې مودې راهېسې د وسله وال طالبانو له مشرانو سره د خبرو هڅه کوي تر اوسه یې په دې برخه کې کومه څرګنده بریا نه ده ترلاسه کړي.

دوی وخت په وخت له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې د هغو طالب مشرانو سره دې ورته د خبرو اترو زمینه برابره کړي؛ چې ګومان کېږي په پاکستان کې ی ځانونه پټ کړي دي.

امریکا د یو شمیر طالب مشرانو د نیولو او یا وژلو په بدل کې جایزې ټاکلې دي. همدارنګه د وسله والو طالبانو ګڼ شمېر مشران د ملګرو ملتونو په تورلیست کې شامل دي.

خو اوس ټاکل شوې ده، د امریکا، افغانستان او پاکستان له استازو څخه یوه ډله به جوړه او پر دې به غور وکړي، چې یو شمېر طالب مشرانو ته څنګه د سولې له بهیر سره د یوځای کیدو خوندې لارې برابرولی شي.
XS
SM
MD
LG