د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۶

ملي ایتلاف یو ځل بیا په هېواد کې د بهرنیانو له دایمي حضور سره مخالفت څرګند کړ


د ملي ایتلاف مشر داکټر عبدالله
د ملي ایتلاف مشر داکټر عبدالله
د افغان حکومت ځینو سیاسي مشرانو که څه هم له امریکا او نورو هیوادونو سره ستراتیژیکې اړیکې تایید کړې، خو په هیواد کې د امریکا او یا کوم بل هیواد له دایمي پوځي اډو سره مخالفت څرګند کړ.

ډاکټر عبداله او محمد محقق، چې د جمعې په ورځ یې د مجاهدینو د بریا د شلمې کلیزې په مناسبت یوې غونډې ته وینا کوله دا اډې د هیواد د ملي ګټو په خلاف وبللې.

دا دویم ځل دی، چې د افغان حکومت د سیاسي اپوزسیون کومه ډله په هیواد کې د امریکا او یا کوم بل هیواد له دایمي پوځي اډو له موجودیت سره مخالفت څرګندوي.

د ملي ایتلاف مشر ډاکټر عبداله، د جمعې په ورځ د ثور د اتمې نیټې په مناسبت جوړې شوې یوې غونډې ته په وینا کې دا تایید کړه، چې افغانستان نړیوالو همکاریو ته اړتیا لري، خو په هیواد کې یې د کوم هیواد د پوځي اډو موجودیت د ملي ګټو په خلاف وباله.

ده له امریکا سره د ستراتیژیکو اړیکو تړون ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې دا تړون هله د باور وړ دې، چې د ملي شورا لخوا تایید شي.

″په افغانستان کې د هیڅ یو هیواد د پوځي اډو موجودیت زموږ په ګټه نه ده، کله، چې یوه موافقه لاسلیک شوې هغه هله قانوني بڼه غوره کوي، چې د ملي شورا په څیر له قانوني مراجعو نه تصویب شي. هغه څه، چې د افغانستان ګټې دي، باید پدې کې خوندي وي.″

له ډاکټر عبداله مخکې د بلخ والي عطاء محمد نور هم له دې اډو سره خپل مخالفت څرګند کړې وو او ویلي وو، چې دا اډې ددوی په زیان دي.

د افغان حکومت سیاسي اپوزسیون ډلې په هیواد کې د امریکا او یا د کوم بل هیواد له پوځي اډو سره دا مخالفت پداسې حال کې کوي، چې د ځینو رپورټونو له مخې ایران او پاکستان پراخې هڅې پیل کړي، څو امریکا ته دا زمینه برابره نشي.

له بل لوري افغان حکومت هم ویلي، چې د ستراتیژیکو په تړون کې د امریکا د پوځي اډو مسئله شامله نده او دوی به ددې تړون له لاسلیک وروسته له امریکا سره د پوځي اډو په مسئلې خبرې کوي.

افغان ولسمشر اوس اوس ویلي، چې دوی د پوځي اډو په اړه دخبرو لپاره له امریکا یو کال وخت غوښتې، څو پدې اړه په دقت سره کار وکړي.

خو د سیاسي چارو کتونکي بیا د افغانستان او سیمې حالاتو ته په اشارې دا اډې ضروري بولي او وایی، چې له دې پرته به افغانستان کې د ستونزو د هواري وس ونلري.

پخوانی افغان ډیپلوماټ احمد سعیدي هم ورته نظر لري او وایی:

″زما نظر دا دی، چې په دې شرایطو کې افغانستان په یواځي ځان نه شي کولای چې خپلې ستونزې حل کړي، په افغانستان کې د امریکايانو او نورو خارجیانو نظامي، سیاسي او اقتصادي حضور د دوی له مرسته سره یو ضرورت دی.″

په ورته وخت کې د ملي جبهې ځینې غړي هم له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته حالاتو ته اندیښمن دي او وایی، چې ممکن افغانستان له زیاتو ستونزو سره مخامخ وي.

محمد محقق په خپلو خبرو کې یو ځلې بیا افغان حکومت تورن کړ، چې نه خو د ترورزم په خلاف د مبارزې لپاره او نه د سولې لپاره کوم څرګند دریځ لري او دده په وینا موجوده نظام له دې دواړو مسئلو سره لوبې کوي.

ملي جبهه او ملي ایتلاف د سیاسي اپوزسیون هغه دوه ډلې دي، چې د موجوده ستونزو پړه تر ډیره په موجوده قیادت اچوي، خو هر ځلې، چې مو هڅه کړې، ددوی د انتقادونو په اړه د جمهوري ریاست نظر راواخلو دوی دا انتقادونه تکراري بللې او پدې اړه خبرو ته ندي حاضر شوي.

راپور: حمید مهمند
XS
SM
MD
LG