د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۵

احمدزی: په بدخشان کې پولیسو لاره ورکه کړې وه


د هیواد په شمال کې د پولیسو چارواکو هغه راپورونه رد کړل؛ چې ګواکې وسله والو طالبانو په بدخشان ولایت کې شپاړس پولیس تښتولي دي.

د پنجشنبې په روځ داسې راپورونه خپاره شول، چې وسله والو طالبانو د چهارشنبې په ماښام د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې د پولیسو پریوې پوستې حمله کړې، چې یو شمېر پولیس یې ووژل او ځینې نور یې له ځان سره ژوندي بیولي دي.

خو د هیواد په شمال کې د ۳۰۳ پامیر زون ویاند لعل محمد احمدزي ازادي راډیو ته يه یوه مرکه کې وویل، چې له دغو پولیسو سره د ځینو ستونزو له کبله ټیلفوني اړیکه پرې شوې وه، خو اوس بیرته موندل شوي.

په کابل کې زمونږ همکار اسدالله لودین له لعل محمد احمدزی سره مرکه کړې.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:36 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG