د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۲

د ثور اتمه (د مجاهدینو بریا) په ارګ ماڼۍ کې ولمانځل شوه


افغان ولسمشر حامد کرزی او د افغانستان د دفاع وزیر جنران عبدالرحیم وردک
افغان ولسمشر حامد کرزی او د افغانستان د دفاع وزیر جنران عبدالرحیم وردک
په ۱۳۸۷ کال کې د ثور د اتمې د مجاهدینو د بریالیتوب د ورخې پر مراسمو د وسله والو طالبانو له برید وروسته دا مناسبت سږکال هم د تېرو څلورو کلونو په شان یوازې په ارګ کې نمانځل کیږي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهرعظیمي د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې د جشن په سیمه کې د پوځي پریډ لپاره تیاري نیول شوې و؛ خو د ملي امنیت شورا د جشن د پوځي مراسمو د لغو کېدو پریکړه وکړه:

″د جشن مهمه برخه چې پوځي پریډ یا رسم ګذشت دی، لغو شوه خو نور پرو ګرامونه پرځای پاتې دي.

د ښار تزییني چارې، د بیرغونو ځوړندول، په ملي راډیو ټلویزیون کې ځانګړي پروګرامونه او داسې نور تفریحي خپرونې شته. د دوی لپاره امنیتي تدابیر نیول شوي او هیڅ ډول اندیښنه نشته.″

د عظیمي په وینا په ارګ کې د دې ورځې د نمانځنې په مراسمو کې به ولسمشر حامد کرزی، د ده مرستیالان، د کابینې او ملي شورا ځینې غړي او نور چارواکي برخه واخلي.

ځینې جهادي مشران اوس هم ټینګار کوي، چې د ثور د اتمې مناسبت باید د لویو او خاصو مراسمو په ترڅ کې نمانځل شوی وای.

په همدې حال کې سږکال د لومړي ځل لپاره یوې نامعلومې ډلې د تېرو دېرشو کلونو واکمنو پرضد د مخالفت غږ اوچت کړی.

دې ډلې چې ځان د افغانستان د آزادي غوښتونکو ځوانانو غورځنګ بولي د مجاهدینو او د خلق ګوند مشران جنایتکاران بللي او ویلي یې دي چې دې دواړو ډلو اوس هم د افغانستان د خلکو پرضد ایتلاف کړی او د دوی په وینا د امریکا او د نړۍ د څلوېښتو هېوادونو مزدوري کوي.

د افغانستان د آزادي غوښتونکو ځوانانو ډله چې د مشرانو هویت او د غړو شمېر یې نه دی معلوم؛ د ثور له اتمې نېټې څو ورځې مخکې په یوه ایمیل کې رسنیو ته خبر ورکړ؛ چې د کابل په ځینو برخو کې یې د جهاد او خلق ګوند د مشرانو چلیپا کښلي تصویرونه خپاره کړي.

دا هغه مشران دي، چې اکثراً یا په خپله او یا یې د ډلو غړي د طالبانو د رژیم له نسکورېدو وروسته په اوسني نظام کې مهمې دندې لري.

مجاهدینو د پخواني شوروي اتحاد پرضد له څوارلس کاله وسله وال جهاد وروسته د ۱۳۷۱هـ.ل کال د ثور په اتمه د نجیب الله حکومت نسکور کړ، د صبغت الله مجددي په مشرۍ اسلامي دولت یې رامینځ ته کړ او په دې توګه یې د افغانستان د مهمو پېښو په کلیز کې، د خلق ډیموکراتیک ګوند د بریالیتوب د ورځې، یعنې د ثور له اوومې نېټې سره په څنګ کې د ثور اتمه یې د ځان د بریا په نوم ثبت کړه.

مجاهدینو چې په خلق ګوند کې دننه د بېلابېلو ډلو له مخالفت څخه یې ګټه پورته کړې وه او هغو یې د ځان ملګري کړي وو له لنډې مودې وروسته د واک پرسر په خپلو کې سختې جګړې پیل کړې چې په نتیجه کې کابل وران شو او لسګونه زره کسان مړه او ټپیان شول.
XS
SM
MD
LG