د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۹

امريکا: داسې نښې نه شته چې القاعده بيا پر امريکا تروريستي بريد وکړي


د سپټمبر د يوولسمې پېښه
د سپټمبر د يوولسمې پېښه
په داسې حال کې چې یوه اونۍ وروسته د اسامه بن لادن د وژل کېدو یو کال پوره کېږي سپینه ماڼۍ وايي، داسې نښانې نه لیدل کېږي چې د القاعده شبکې د مشر د تلین په مناسبت به په امریکا کې تروریستي بریدونه وشي.

سپینه ماڼۍ وايي، داسې کوم معلومات یې نه دي ترلاسه کړي چې په متحدوایالاتو کې به د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن د تلین په مناسبت کومې تروریستي حملې پلان شوې وي.

بن لادن تېرکال د مې په دوهمه نېټه د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد ته نژدې په اېبټ آباد ښارګوټي کې د امریکایي کومانډو ځواک د خاصو عملیاتو په ترڅ کې ووژل شو.

د سپينې ماڼۍ ویاند جې کارني وویل، له القاعده شبکې سره تړلې ډلې اوس هم غواړي د بن لادن د مړینې د احتمالي غچ اخیستو لپاره پر امریکا حمله وکړي خو د دوی دا نیت ښايي حتماً د ده له تلین سره تړلې موضوع نه وي.

کارنې چې پرون په واشنګټن کې خبریالانو ته څرګندونې کولې زیاته کړه، د بن لادن د تلین په درشل کې ولسمشر بارک اوباما ته د ده د ملي امنیت د ډلې له خوا امریکا ته د ورپېښو احتمالي خطرونو په اړه معلومات ورکړل شول. د کارني په وینا اوس مهال امریکا ته د کوم تروریستي برید ګواښ نه دی پېښ.

ویل کېږي، د القاعده مشر د وژل کېدو تروخته د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد ته نژدې په اېبټ آباد ښار کې یوې پوځي اکاډمۍ ته څېرمه له خپلو دریو مېرمنو او ګڼ شمېر بچیانو او لمسیانو سره د لږترلږه پنځو کلونو لپاره استوګنه لرله.

د بن لادن د وژل کېدو کلیزه، د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې هم بې اغېزې نه ده. د امریکا مرستیال ولسمشر جوبایډن د بن لادن د مړینې مسئله ددې پیغام د رسولو لپاره یاده کړه چې امریکایان باید له ډله ییزې فراموشۍ لاس واخلي او د ده په وینا د جموري غوښتونکي ګوند احتمالي کاندید مېټ رومني ته دې رایې نه ورکوي. بایډن د بن لادن وژنه د اوباما د ولسمشرۍ د دورې یوه ستره بریا او د امریکا د اقتصادي ودې د دفاع یوه ښه وسيله وبلله:

(که تاسو غواړئ چې په دې اړه د ولسمشر اوباما اقدامات او دا چې زموږ لپاره د دې اقدام نتیجه څه وه په یوه ښکلې عبارت کې خلاصه کړئ نو دا ډېره اسانه ده: اسامه بن لادن وژل شوی او د جنرال موټر جوړلو کمپنۍ ژوندۍ او فعاله ده.)

له بلې خوا ویل کېږي چې د بن لادن درې مېرمنې او ماشومان پرون په یوه میني بوس موټر کې له هغه کوره ولېږدول شول چې استوګنه یې پکې لرله. پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د القاعده شبکې د مشر کورنۍ سعودي عربستان ته استول شوې ده.

اسوشېتېدپریس خبري آژانس د پاکستاني ټلویزیوني چینلونو په حواله راپور ورکړی چې پرون ماښام په یو میني بوس موټر کې د بن لادن د مېرمنو او ماشومانو د لېږدولو پرمهال د دوی د کور مخې ته په ګڼ شمېر پولیس او د استخباراتو مامورین لیدل کېدل.
XS
SM
MD
LG