د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۲

کارپوهان: په اسلام اباد کې درې اړخیزه غونډه د افغانستان په ګټه نه ده


د سیاسي چارو کتونکي اسحاق اتمر
د سیاسي چارو کتونکي اسحاق اتمر
د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د دغې درې اړخیزې غونډې یو هدف د سولې او امنیت په برخه کې د افغانستان، پاکستان او امریکا د هڅو او اقداماتو همغږي کول دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسي زي د پنجشنبی په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه درې اړخیزه غونډه د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې جوړیږي او د افغانستان د سولې او امنیت په اړه به په کې مهمې خبرې او مشورې وشي.

موسي زي وویل، چې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال جاوید لودین به په دې غونډه کې د افغان پلاوي مشري کوي او د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی مارک ګروسمن به هم په کې برخه واخلي:

"دا یو ډیر مهم میکانیزم ده د درې واړه هېوادونو لپاره ترڅو په سیاسي او امنیتي مسایلو باندې مشوره وکوي او خپل اقدامات سره همغږي کړي."

په داسې حال کې چې د دغو درې اړخیزو غونډو یو هدف د سولې او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د اقداماتو همغږي کول دی، خو یو شمېر کارپوهان په دې نظر دي چې پاکستان تر اوسه په دې برخه کې ریښتیني ګامونه نه دي پورته کړي.

د سیاسي چارو کتونکي اسحاق اتمر ازادۍ راډیو ته وویل چې افغان حکومت باید د نړیوالې ټولنې له لارې پرپاکستان فشار راولي ترڅو د افغانستان دسولې او ثبات په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.

ښاغلی اتمر وایي چې پاکستان تراوسه افغان حکومت او امریکا په خپلو سمبولیکو خبرو مصروف ساتلي او ددې خبرو له لارې خپل اهداف پرمخ بیایي.

د افغانستان، پاکستان او امریکا ترمنځ شپږمه درې اړخیزه غونډه په داسې حال کې جوړیږي چې له امریکا سره د ستراتيژیک سند مسوده هم نهایی شوې ده.

د بهرنیو چارو وزارت وایي په دې غونډه کې به پاکستان ته یوځل بیا ډاډ ورکول شي چې د دغه سند په اړه اندیښمن نه اوسي او د افغانستان له خاورې څخه به دوی ته کوم زیان ونه رسیږي.

بل لورته افغان حکومت او امریکا خپلې هڅې ګړندۍ کړي ترڅو له وسله والو طالبانو سره مستقیمې خبرې پیل کړی.

خو دکتونکو په باور دغه مستقیمې خبرې هغه وخت امکان لري چې د پاکستان حکومت، استخبارات او پوځ په دې برخه کې ریښتیني ګامونه پورته کړي.

راپور: اسدالله لودین کابل
XS
SM
MD
LG