د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

د خیبر پښتونخوا حکومت له پيښوره افغان کډوال باسي


د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت په پيښور کې دیره افغان کډوالو ته تر يوې میاشتې پورې له دې ښاره د وتو امر کړی.

د صوبايي حکومت یوه عالي رتبه دولت مقام یا ډي سي او سراج احمد خان د چهارشنبې په ورځ ناوخته مهال په پيښور کې یوې خبري ناستې ته په وینا کې وویل، صوبايي حکومت پریکړه کړې، څو ټول هغه افغان کډوال چې په پاکستان کې د اوسیدا قانوني اسناد ونه لري د مۍ میاشتې له ۲۵مې نيټې وړاندې له پيښوره وباسي:

"موږ په پيښور کې د امنیت د ټينګښت او دیوه ارام او خوشحاله چاپيریال د رامنځته کولو په هدف یو لړ اقدامات په پام کې لرو.

د دغې خبرې د عملي کولو او مثبتو نتایجو د ترلاسه کولو لپاره دا پریکړه شوې، چې ټول هغه افغانان چې قانوني اسناد ونه لري په یوه میاشت کې دننه له پيښور وباسه او افغانستان ته يې ستانه کړو."


سراج احمد خان وايي، صوبايي حکومت د پيښور ښار پولیسوته سر له ننه په دې ښار کې د دیره افغانانو په باب د معلوماتود ترلاسه کولو او د پریکړې له مخې د لازمو او سمدستي اقداماتو امر کړي:

"موږ ټولو پراپرټيانو یا د معاملاتو خصوصي شرکتونو او ادارو ته خبر ورکړی چې د هغو افغانانو په باب اړوندو تاڼو یا د پولیسو ماموریتونو ته راپور ور کړي، چې دوی ورته کورونه په کرایه نیولي.
ددې ترڅنګ مو په هره سیمه یا ناحیه کې د پولیسو ځانګړي ټيمونه ټاکلي څو کور په کور سروې وکړي او د افغانانو په باب مکمل معلومات تر لاسه کړي.

هر هغه افغان چې د اوسیدا قانوني اسناد ونه لري نو د بهرنیو وګړیو لپاره د قانون د څوارلسمې مادې له مخې له قانوني چلند سره به مخ شي، چې په هغې کې لومړی ټاکلی بند شامل دی او بیا به له تورخمه اړول کیږي."



سره له دې چې د پاکستان امنيتي ادارو هر ځل په تروریستي پيښو کې د لاس لرلو په تور یواځې خپل وګړي تورن کړي یا نیولي، خو سراج احمد خان وايي دغه پریکړه يې په پښتونخوا کې د امنیت د ټینګښت په خاطر کړې:

"موږ دا پریکړه د امنیت د ټينګښت په هدف کړې، نو ښکاره خبره ده چې پر امنيتي وضعیت به ډير مثبت اغیز وکړي، ځکه چې په تروریستي پيښو کې ډیر خلک ککړ.

تر کومې چې ددې پریکړې د عملي کولو خبره ده نو په دې باب به د قبائلي سیمو له دولتي مسوولینو سره وخت پر وخت تماس نیسو او پوره کوشش به کوو څو دا پریکړه په سمه توګه عملي شي"


د نوموړي د معلوماتو له مخې دا مهال په پيښور کې اته لکه افغانان دیره دي، چې څلور لکه يې د اوسیدا قانوني اسناد نه لري.

سراج احمد خان وايي، د ناقانونه افغانانو د ویستو لړۍ به له پيښوره پيل او ټاکل شوې چې په نژدې راتلونکي کې ددې صوبې تر نورو سیمو هم وغځول شي . خو زیاتوي چې له هغو افغانانو سره چې د یو ان اچ سي آر د کډوالۍ کارت یا نور قانوني اسناد ولري هیڅ کار نه لري.

د پښتونخوا صوبايي حکومت په داسې حال کې د افغان کډوالو د ویستو پریکړه کړې چې د پاکستان د مرکزي حکومت، افغانستان او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ یا یو ان اچ سي آر د درې اړخیزې پریکړې له مخې افغان کډوالو ته د روان میلادي کال تر پايه په دې هیواد کې د اوسیدو وخت ورکړل شوی.

د یو ان اچ سي آر مسوولین وايي، یواځې د هغو افغان کډوالو مسوولیت پر غاړه لري چې له دوی سره ثبت او په پاکستان کې د اوسیدو قانوني اسناد ولري، هغه افغانان چې دغه ډول اسناد نه لري اندیښنمن دي، چې په دومره لنډ تنګ وخت کې به له پيښوره کډې بارول به یو ستونزمن کار وي.

راپور: مجیب الرحمان انګار
XS
SM
MD
LG