د اسلام اباد او واشګټن ترمنځ د اړیکو د ښه کولو لپاره د هڅو په ترڅ کې د چهارشنبې په ماښام، یو لوړ رتبه امریکايي هیات پاکستان ته روان شو.
د پاکستان پارلمان څو ورځې مخکې، له امریکا سره د روابطو د ښه کېدو لپاره خپل شرایط په یوه لایحه کې وړاندې کړه. دوي د نورو خبرو ترڅنګ، له واشنګټن څخه وغوښتل چې د پاکستان پر خاوره د بې پيلوټه الوتکو حملې بندې کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د افغانستان او پاکستان لپاره، متحدو ایالاتو خاص استازی مارک ګروسمن د پاکستان د پارلمان د دې شرایطو په اړه د خبرو لپاره، اسلام اباد ته ځي.
د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې (ویکتوریا نولاند ) پرون (چهارشنبې) ماښام خبریالانو ته وویل، چې ګروسمن به له مقابل لوري سره، د داسې لارو د پیداکولو په اړه خبرې وکړي چې له مخې يې روابط ښه کېدلای شي.
تیرکال په پاکستان کې د اسامه بن لادن د وژلو لپاره د امریکا د خاصو ځواکونو عملیاتو او د ناټو د ځواکونو په هوايي حمله کې د لږ تر لږه ۲۴ پاکستاني عسکرو وژل کېدو، د اسلام اباد او واشنګټن اړیکې لا خړ پړ کړل.
د پاکستاني عسکرو د وژل کېدو په وړاندې په غبرګون کې، د پاکستان حکومت له خپلې خاورې د ناټو د اکمالاتو لارې بندې کړي.
د فرانس پریس په حواله، د پاکستان له خاورې په افغانستان کې د ناټود ځواکونو لپاره اکمالات، له تروریزم سره په جګړه کې د اسلام اباد او واشګټن د همکاري یوه عمده برخه وه.
د پاکستان پارلمان په خپله وروستۍ لایحه کې د امریکا له حکومت څخه وغوښتل چې د تیرکال په نومبر کې د ناټو په هوايي بمبارۍ کې د ۲۴ پاکستاني عسکرود وژل کېدو په خاطر معذرت وغواړي.
پارلمان دا هم وویل، چې له خپلې خاورې به په افغانستان کې د ناټو د قواوو لپاره پوځي اکمالاتو ته اجازه نه ورکوي.
د امریکا د بهرنیوچارو د وزارت ویاندې په دې اړه ، چې مارک ګروسمن به د پاکستان د پارلمان د دې ټولو شرایطو په اړه مذاکرې کوي ، د جزیاتو له ورکولو ډډه کړې ده.
د ویکتوریا نولاند په وینا، دا د واشګټن لپاره د غور موقع ده ځکه دوي د خبرو تر بیا پيل مخکې ، د پاکستان د پارلمان د بیا کتنې نتایجو ته سترګې په لار وو،نولاند ویلي:
(فکر کوم چې دی ( ګروسمن ) تیار دي څو د پاکستان له حکومت سره یوځای د اړیکو د ښه کېدو لپاره د پاکستان پارلمان د بیا کتنې پر نتایجو غور وکړي.)
په وروستیو میاشتو کې د امریکا د پوځ د لوی قوماندان جنرال مارتین ډیمپسي په شمول، ګڼ شمېر امریکايي چارواکې، د روابطو د ښه کولو لپاره د خبرو په نیت پاکستان ته ولاړل.
د فرانسې اژانس په حواله، سره له دې په وروستیو کې د پاکستان په خاوره د بې پيلوټه الوتکو حملو شمیر کم شوی دی، د امریکا ولسمشر بارک اوباما د ۲۴ پاکستاني عسکرو د وژل کېدو په پيښه د خواشیني پر څرګندولو اکتفا کړې ده.