د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۱

کتونکي: د ثور د اتمې جشن باید ونه لمانځل شي


که څه هم تر اوسه روښانه نه ده، چې افغان حکومت د ثور د اتمې جشن د لمانځلو لپاره څه ډول پروګرام لري، خو په تیرو لسو کلونو کې د لومړي ځل لپاره یوې ناپيژندل شوې ډلې د دې ورځې پر ضد تند شعارونه خپاره کړي.

د افغانستان د ازادي غوښتونکو ځوانانو په نامه دغې ډلې د مجاهدینو د بریا د شلمې کلیزې په درشل کې د کابل ښار په ځینو برخو کې د یو شمېر پخوانيو جهادي مشرانو او قومندانانو انځورونه په داسې حال کې ځړولي، چې پرمخونو یې کرښې راښکل شوي.

دې ډلې یو شمېر شعارونه هم ځړولي او په کې لیکل شوي چې دوي جهادي مشرانو ته د اویا زره کابلیانو وینه نه وربخښي.

د افغانستان د ازادي غوښتونکو ځوانانو ډلې د دې ترڅنګ یوه اعلامیه هم خپره کړې او په اعلامیه کې یې د ثور اتمه د افغانانو لپاره یوه لویه غمیزه بللې ده.

که څه هم دغه ډله حاضره نه ده چې رسنیو ته راڅرګنده شي او خپل دریځ په روښانه توګه ووایي، خو یو شمېر کتونکي هم د ثور د اتمې ورځې د جشن له لمانځلو سره مخالفت ښيي.

افغان کتونکی کبیر رنجبر د ثور اتمه د افغانانو لپاره یوه غمیزه بولي او وایي، چې د ثور د اومې یا د کمونیستي کودتا په پرتله له دغې ورځې وروسته پرافغانانو زیات ظلمونه وشول:

"د ډاکتر نجیب الله نظام یې سقوط کړ او هغه لویه غمیزه یې منځ ته راوړه چې موږ یې د ثور د اتمې په نامه یادوو.

دا یوه غمیزه وه، که دوي دغه کار نه وای کړی، مجاهدین به نه بدنامیدل، زه دوه کاله په کابل ښار کې د غمیزې شاهد وم، هیڅ وخت د افغانستان پرخلکو دومره ظلم نه وو شوی لکه د جهادي ډلو له خوا وشو، یو کور جوړ پاته نه شو، پنځه شپیته زره کابلیان شهیدان شول.

عین هغه ظلم وو، چې د ترکي او امین په وخت کې وشو، خو د جهادي ډلو ظلم د ترکي او امین له ظلم نه هم زیات وو."


ښاغلی رنجبر زیاتوي، چې دی د افغانستان جهاد ته درناوې لري، خو په خبره یې یو شمېر جهادي مشرانو د جهاد له نوم څخه ناوړه ګټه پورته کړه او د افغانانو جهاد یې بدنامه کړ.

خو یو شمېر پخواني جهادي مشران بیا له دغو خبرو سره موافق نه دي او وایي، چې د ثور اتمې افغانانو ته ډیر ښه پیغامونه درلودل.

د ولسي جرګې برحاله غړی او پخوانی جهادی قومندان قربان علي عرفاني وایي، چې د شوروي اتحاد په وړاندې د افغانانو مقاومت باید له پامه ونه غورځول شي او له دغې ورځې څخه باید لمانځنه وشي:

"د ثور د اتمې په اړه باید ووایم، چې د افغانستان په جهاد کې افغانانو ځینې کمزورۍ درلودې، خو په هر حال دغه جهاد ډیر پاک او مقدس وو، هغه د دې لپاره چې ولسي ریښه یې درلوده، یعنی یو افغانستان شموله پاڅون وو، زما عرض دا دې چې د افغانستان جهاد ولسي او ډیر مقدس وو."

یو شمېرعام افغانان هم په دې نظر دي چې د پخوانیو جهادي مشرانو قدر باید وساتل شي او په انځورونو یې باید ملنډې و نه وهلې شي.

د افغانستان د ازادي غوښتونکو ځوانانو ډلې په خپله اعلامیه کې ویلي چې د مجادینو له بریا وروسته په هیواد کې کورني جنګونه پيل شول او ډیر بې ګناه افغانانان په کې ووژل شول.

د غې ډلې په اعلامیه کې ویل شوي چې نړۍ او د افغانستان خلک باید پخوانیو جهادي مشرانو ته د یوه جنایت کار په سترګه وګوري.

خو تراوسه د جهادي مشرانو له خوا رسمآ په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودل شوی.

راپور: اسدالله لودین کابل
XS
SM
MD
LG