د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۳

د اروپایي هېوادو سفیران بیرته بیلاروس ته ځي


Map - Belarus
Map - Belarus
د اروپایي هېوادو سفیران بیرته بیلاروس ته ورتګ پیل کړ. د اروپایي ټولنې سفیران د فبروري په میاشت کې په دغه هېواد کې د دیکتاتور ولسمشر الکساندر لوکاشینکا د رژیم له لورې د بشري حقونو د سرغړونې لپاره وتلي وو.

چارواکي وایي چې د چک جمهوریت، پولنډ، سویډن، لیتوانیا او ایستونیا سفیربیلاروس ته ورغلي یا به ژر ورورسیږي.

په بیلاروس کې د چک سفیر یري کاراس ازادي راډیو ته وویل:

"زه به ډير ژر مینسک ته ولاړ شم. زه به د جمعې په ورځ ورشم. زه ډیر خوشاله یم، ډیر خوشاله چې بیرته بیلاروس ته ورځم. تاسو پوهیږئ چې دا زما د ژوند یوه برخه ده، هلته زما د روح یوه برخه ده. زه له بیلاروس سره مینه لرم، باور وکړئ"

د اروپایي ټولنې د غړیو هیوادو سفیران په دې پسې بیرته بیلاروس ته ځي چې د اپریل په پنځلسمه د بیلاروس رژیم د ولسمشرۍ د انتخاباتو پخوانی کاندید اندرې سانیکاو او د هغه د انتخاباتي مبارزې ملاتړی دزمیتري باندارینکا یې له زندانه خوشي کړل.
XS
SM
MD
LG