د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۸

بارتل: افغان ځواکونه ورځ تربلې د وسلوالو په ضد جګړه کې غښتلي کیږي


جنرال نود بارتل چې د ناټو د تر ټولو لوې پوځی کمیټې مشري پر غاړه لري نن چار شنبه په بروکسل کې د دې تړون د ۲۸ غړو هېوادونو د لوی درستیزانو د غونډې مشري کوي.

تمه ده چې په دې غونډه کې د امریکا د ګډو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارټین دمسي او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان الین د ناټو پوځي کمیټي ته د افغانستان په اړه خپل راپور وړاندې کړي.

ټاکل شوې، چې د افغانستان سربیره د ناټو لوي درستیزان د دې تړون د میزایلو د دفاع سیسټم په باب هم په خپلو کې وغږیږي.

دغه راز په بروکسل کې دا دوه ورځنۍ غونډه په راتلونکې مۍ میاشت په شیکاګو کې د ناټو د سرمشریزې لپاره د چمتوالي او ترتیب په لړ کې جوړیږي.

جنرال بارتل په افغانستان کې د وروستیو امینتي پیښو په اړه ویلي چې یوازې په روانه میاشت کې د افغان ملي اردو او پولیسو سل او د ناټو ۳۰ سرتیري وژل شوي دي، خو د ناټو د دغه لوړ رتبه مقام په وینا وسله وال طالبان په دې پوهیږي چې دوي په دغه جنګ کې ګټونکي نه دي.

جنرال بارتل افغان ځواکونه ستایلي او ویلي، چې افغان ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي او ورځ تر بلي د وسله والو پر ضد په روانه جګړه کې پیاوړي کیږي.
XS
SM
MD
LG