د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۰

په افغانستان کې د ایران او پاکستان د لاسوهنو مخنیوی څه ډول ممکن دی؟


د چارو کارپوه احمد سعیدي
د چارو کارپوه احمد سعیدي

په داسې حال کې چې د نړۍ بیلابیل هیوادونه له دوه زرو څوارلسم کال نه وروسته هم له افغانستان سره د همکاریو ژمنې کوي؛ خو له هغې وروسته د افغانستان په چارو کې د ایران او پاکستان لاسوهنه بیا هم د یوې سوالیې په توګه پاتې ده.

د یو شمیر افغان کتونکو په باور له دوه زرو څوارلسم کال نه وروسته د افغانستان په چارو کې د پاکستان او ایران د لاسوهنو د مخنیوي لپاره په کار ده، چې امریکا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لارې پر دغو دواړو هیوادونو فشار راولي.

په پاکستان کې یو پخوانی افغان ډیپلومات احمد سعیدي وایي، چې په تیرو شاوخوا لسو کلونو کې افغان دولت او نړیواله ټولنه په خپلو ټولو هڅو سره ونه توانیدله چې په افغانستان کې د نا امنیو په هدف د پاکستان او ایران د لاسوهنو مخه ونیسي.

نوموړي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، چې له امریکا سره د ستراتیژیک سند لاسلیک کیدل به دغه دواړه هیوادونه لا ډیرې لاسوهنې ته وهڅوي خو د ده په وینا د دې لاسوهنو مخنیوې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له قاطع پریکړو سره ممکن دی.

″زما نظر دا دی، تر هغه وخت پورې چې غربیان غواړي له افغانستان نه ووځي، ښه به دا وي، چې ملګرو ملتونو د امنیت شورا قاطع پرېکړه وکړي، چې هېڅوک نور د افغانستان په چارو کې مداخله نه شي کولای.

پر هر ډول مداخلې باید مجازات تعیین شي او سیاسي او اقتصادي بندیزونه دې پرې ولګول شي. تر هغه چې د مداخلاتو پر وړاندې مجازات تعین نه شي، ګاونډیان له موږ نه لاس نه اخلي.″

په تیرو شاوخوا لسو کلونو کې که څه هم پاکستان د ترورزم په خلاف په مبارزه کې د نړیوالې ټولنې یو متحده بلل شوی خو د پردې تر شا یې د دې ټولنې او افغان دولت وسله وال مخالفین پاللي هم دي، چې د پولې اخوا د وسله والو مخالفینو د مرکزونو موجودیت یې ښه بلیګه ده.

ایران هم په ډاګه په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د بهرنیو ځواکونو له موجودیت سره مخالفت ښودلی دی.

که څه هم افغان دولت وخت په وخت د پاکستان د لاسوهنې په اړه انتقادونه کړي دي، خو د ایران په اړه یې تل د خپل دریځ په څرګندولو کې له احتیاطه کار اخیستی دی.

که څه هم د څو میاشتو راهیسې پاکستان د ناټو ځواکونو د اکمالاتو لاره هم بنده کړې، خو ددې ځواکونو ویاند په کابل کې بیا هم وویل چې د ناټو او پاکستان اړیکې د نورمال کیدو پر لوري دي.

د یوې پوښتنې په ځواب کې کرسټن جیکوپسن ویل چې که چیرې له دوه زرو څوارلسم کال نه وروسته هم په پاکستان کې د ترهګرو مرکزونه موجود وي، نو دغه هیواد به خپله ترینه زیانمن شي:

″پاکستان د یاغیانو پر ضد اقدامات کوي او هره ورځ یې پر ضد لوړه بیه پرې کوي، د ژوند قربانۍ ورکوي، خو پاکستان باید په دې هم پوه شي چې ترهګرو ته د فعالیت اجازه ورکول یوازې پاکستان په خپله زیانمنوي.″

د سیاسي چارو یو بل کارپوه رشید وزیري بیا په دې اند دی چې له امریکا سره د ستراتیژیکو همکاریو سند به وکولای شي؛ چې د افغانستان په چارو کې د پاکستان او ایران د لاسوهنې مخه ونیسي:

″له امریکې سره چې کوم ستراتیژیک تړون لاسلیک کیږي، دغه تړون د ایران او پاکستان مخه ډب ګوي او اجازه به نه ورکوي، چې افغانستان به د تروریزم په ځاله بدل شي، یا د ګاونډیو هېوادونو د مداخلاتو په نتیجه کې دا هېواد دومره کمزوری شي، چې هغه لاسته راوړنه چې د نړېوالې ټولنې په مرسته یې لري، له منځه لاړه شي.

دا اجازه نه یواځې چې امریکايي نه ورکوي، بلکې اروپايي ټولنه هم ورسره ملګرې ده.″

ښاغلی وزیري همدراز وویل، چې پاکستان له داسې کورنیو ستونزو سره مخ دی، چې ښايي تر دوه زرو څوارلسم کال پورې په خپله د تجزیې لور ته ولاړ شي.

هغه وویل پاکستان همدا اوس له سیاسي، اقتصادي او قومي بحرانونو سره مخ دی.

که څه هم د امریکا د متحده ایالاتو په ګډون د نړۍ بیلابیل هیوادونه له دوه زرو څوارلسم کال نه وروسته له افغانستان سره د مرستو لپاره د همکاریو سندونه رامنځ ته کوي، خو د دې ویره شته چې د ایران او پاکستان د لاسوهنې مخنیوی به بیا هم د یوې لویې ستونزې په توګه دوام وکړي.

راپور: احمد زبیر ژمن
XS
SM
MD
LG