د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۱

ناټو پر افغان ځواکونو ډاډمنه ده


د ناټو يوه جګپوړي چارواکي وايي، افغان امنيتي ځواکونه دا توان لري چې د ياغيانو پرضد جګړه پرمخ بوځي. د ناټو دغه جګپوړي مسوول چې د نوم له اخيستو ډډه کوله زياته کړه، چې ناټو ډاډه ده چې د افغانستان امنيتي چارې افغانانو ته ور وسپاري.

تيره اونۍ د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن هم په بروکسل کې د ناټو د دفاع او بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې ورته ډاډه ورکړ:

«هره ورځ افغان امنيتي ځواکونو خپل وړتيا ښکاره کوي، دوي اته ديرش فيصده ځانګړي عمليات پرمخ وړي، دوه څلويښت عادي عمليات او اته ديرش فيصده روزنه ترلاسه کوي، له دې داسې ښکارې چې د امنيتي چارو انتقال ممکن دي او د ټينګيدو دي.»

بل لور ته نيويارک ټايمز ورځپاڼه څرګندوي چې د ناټو دا ادعاء د افغانان له نظر سره مخالفه ده. افغانان له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتلو ته انديښنه لري او طالبان هم په کليو بانډو کې نفوذ لري.

تيره اونۍ چې کله طالبانو د کابل ښار په څو سيمو او د افغانستان په څو ښارونو کې بريدونه وکړل نو ناټو او افغان چارواکو ټينګار وکړ، چې افغان ځواکونو په ميړانه دا بريدونه وځپل.

د دوشنبه په ورځ خو د ناټو چارواکو وويل چې د ناټو او افغان ځواکونو د فشار له امله او د طالبانو په منځ کې د اختلافاتو له امله په ټول افغانستان کې د طالبانو هڅې کمزورې شوې دي حتي په جنوب کې چې طالبانو پکې ظهور کړي دي امنيتي وضعه تر پخوا ښه شوې ده.

د نيويارک ټايمز په وينا تير کال د اوړم کال په پرتله د طالبانو بريدونه لس په سلو کې لږ وو او دا کال هم داسې ښکارې چې دا سلسله به دوام وکړي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمسيون د اجراييوي څانګې مسوول موسي محمودي وايي، په افغانستان کې داسې نښې ښکارې چې امنيتي وضعه ښه شوې ده او طالبان کمزوري شوې دي خو افغان ځواکونه لاهم د اوږدې مودې په مخه مرستې ته اړتيا لري. د محمودي په وينا بايد سمدستي احساساتي نه شو چې هرڅه سم شوې دي، ځکه چې وضعيت په اسانۍ بدليداي شي.

محمودي زياتوي، ناټو په ښکاره دې پوښتنې ته ځواب نه دي ورکړي چې د امنيت په برخه کې پرمختګ رښتوني دي، که طالبان انتظار دي چې نړيوال ځواکونه له افغانستانه ووځي.

د دوشنبې په ورځ چې په کابل کې ناټو يوه غونډه جوړه کړې وه په هغې کې اکثر ښځو برخه والو د خپل راتلونکې په اړه انديښنه څرګنده کړه او د غونډې يو شمير ګډونوالو وويل، امنيتي وضعه تر مخکې ښه شوې ده، خو اوږده لاره لا مخې ته پرته ده چې هرڅه سم شي.

نيويارک ټايمز د افغانستان په ختيځ کې د سيمه ييزو په وينا وايي چې وضعه ښه نه ده ، مثلا په ننګرهار کې د شپې په مخه پوليس دفاع سمه نه شي کولي او د دوي مرکزونو ته نژدې د ناټو پر کاروانونو بريدونه کيږي. په ننګرهار کې يوه قومي مشر ملک طاهر وويل، کله چې حکومت د کوکنارو پرضد مبارزه پيل کړه امنيتي وضعه نوره هم ګډه وډه شوه.

د کونړ د اسمار ولسوالۍ يوه اوسيدونکي حاجي جمعه دين بيا وويل چې د اسمارپه ولسوالۍ او شاوخوا سيمو کې د حکومت برياو نه دي ډاډه کړي.

خو له لويه سره په افغانستان کې خلک له دې هيواده د بهرنيو ځواکونو وتلو ته انديښنه لري.
XS
SM
MD
LG