د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۱

"ستراتیژیک سند د امینت لپاره یو کلک اساس برابروي"


د افغانستان د ملي امنیت سلا کار رنګین دادفر سپنتا
د افغانستان د ملي امنیت سلا کار رنګین دادفر سپنتا
که څه هم چې د کابل او واشنګټن تر منځ د ستراتیژیکو همکاریو په سند کې په افغانستان کې له ۲۰۱۴م کال وروسته د پاتې کیدونکو امریکايي سرتیرو او یا مالي مرستو په اړه څه نه ده ویل شوي خو دا په کې په ډاګه شوی، چې په افغانستان کې به د امریکا رول په تیزۍ سره پای ته نه رسیږي.

ټاکل شوې چې د کابل او واشنګټن تر منځ د اوږود مهاله همکاریو پر سند د افغانستان پارلمان او د امریکا امنیتي ادارې غور وکړي او له هغې وروسته به د دواړو هیوادونو ولسمشرانو ته د توشیح لپاره وړاندې کړای شي.

افغان ولسمشر د دې سند په اړه له موافقې دمخه ټینګار کوه، چې باید د نړیوالو ځواکونو له خوا د شپې عملیات بند شي او د امریکايي سرتیرو تر کنترول لاندې زندانونه افغان حکومت ته وسپارل شي.

د واشنګټن پوسټ په وینا د دغو دواړو مسالو په اړه د افغان حکومت او امریکا تر منځ موافقې د داوړو هیوادونو تر منځ د ستراتیژیکو همکاریو سند لاسلیک کولو ته لاره هواره کړه.

د افغانستان د ملي امنیت سلا کار رنګین دادفر سپنتا ویلي، دا سند د افغانستان سیمې او نړۍ د امینت لپاره یو کلک اساس برابروي.

دغه راز د واشنګټن پوسټ په وینا د کابل او واشنګټن تر منځ د ستراتیژیکو همکاریو دا موافقه تر ۲۰۲۴م کال پورې له افغانستان سره د مالي مرستو او په دې هیواد کې د ډیموکراسۍ او مدني ټولنې د پیاوړتیا لپاره د امریکا ژمنه څرګندوي.

خو یوه امریکايي مقام چې نوم يې نه دې ذکر شوې واشنګټن پوسټ ته ویلي، لا هم په دې اړه چې له ۲۰۱۴م کال وروسته به په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور څه ډول بڼه ولري او دا چې څومره سرتیري به په دغه هیواد کې پاتي کیږي، د دواړو خواو تر منځ خبرې دوام لري.

دغه راز افغان او امریکايي مقاماتو دا موافقه د داړو هیوادونو تر منځ د پایدارو اړیکو لپاره یو سند ګڼلی دی.

په کابل کې د امریکا د سفارت ویاند ګیون سنډوال واشنګټن پوسټ ته ویلي؛ له دغه سند څخه د امریکا هدف له افغانستان سره د پایداره مشارکت له مخې د دې هیواد د ملي حاکمیت، ثبات او شفافیت ټینګښت او د القاعده او د هغې د سخت دریځو ملاتړو ماتول دي.
XS
SM
MD
LG